لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مسلح تن د روس په سکول کې نهه کسان وژلي


روېټرز په خپل رپورټ کې وايي په تېرو څو کلونو کې د روس په سکولونو کې د ډزو ګڼ شمېر واقعات شوي دي

د روس په یو سکول کې مسلح تن د ګل، دوشنبې، په ورځ نهه کسان ووژل او بیا يې خودکشي وکړه. په وژل شویو کسانو کې پېنځه ماشومان دي.

رویټرز خبري اداره وايي تحقیقات کوونکو دا نه دي ویلي دغه وژنې په څه غرض شوي دي.

د رپورټ ترمخه، دغه پېښه د روس سرښار ماسکو نه ۹۷۰ کلومېټر په مشرق کې د اودموريشا سیمې په مرکزي ښار اېژوېسک کې شوي ده.

د لویو جرمونو تحقیقاتي ادارې اېنوېسټيګېټیو کميټي ویلي مسلح تن د تور رنګ قېص اغوستی و چې پې د نازیانو نخښې جوړې وې.

د مسلح تن شناخت لا نه دی شوی.

کېمټۍ وویل په وژل شوو کسانو کې د پېنځو ماشومانو ترڅنګ دوه د سکول استاذان او دوه د سکول محافظان دي.

روېټرز په خپل رپورټ کې وايي په تېرو څو کلونو کې د روس په سکولونو کې د ډزو ګڼ شمېر واقعات شوي دي.

د کال ۲۰۲۱ د می په میاشت کې د روس په کازان ښار کې یو تن اووه ماشومان او دوه نور کسان ووژل.

د کال ۲۰۲۲ د اپرېل په میاشت کې د یو مسلح تن په اولیانسک سیمه کې د سکول دوه ماشومان او یو استاذ ووژلو او بیا يې خودکشي وکړه.

یادونه: د دې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG