لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بارسيلونا: دوېم بريد کې پينځه ترهګر وژل شوي


Spain Barcelona
Spain Barcelona

د هسپانیې (اسپېن) پوليس ويلي د جمعې په سهار يې د بارسيلونا په جنوبي علاقه کېمبرلز کې پينځه مشکوک ترهګر وژل دي، چرته چې ترهګرو په خلکو ګاډی ورخېژولی ۱۳ تنه یې وژلي او ۱۰۰ نور ژوبل کړي وو.

پوليس ويلي څلور ترهګرپه موقع په ځوابي ډزو کې وژل شوي او شپږ عام خلک ژوبل شوي دي.

پوليس د کېمبرلز او بارسيلونا د بريدونو يو بل سره تړاؤ په معلومولو کار کوی.

له دې وړاندې چارواکو ويلي چې د هسپانیې په مرکزي ښار بارسیولونا کې د خلکو په ګڼې ګوڼه باندې د موټر د پورته کېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته ورسېده.

د بارسیلونا د برید زمه واري داعش منلې،او پوليس يې دوه تنه يې نيولي د يو تعلق د مراکش او بل اسپېنش دی.

هسپانوي ژبې مجلې ایل پیریودیکو کې راغلي چې د لا بوکویرا مارکیټ سره نږدې ډزې هم شوي دي خو دا چې ډزې چا کړي دي په دې اړه یې څه نه دي ویل شوي.

پولیسو په ټویټر باندې په یوه بیان کې ویلي دي چې د بارسلونا د ښار د سیلانیانو په سیمې لا رمبلا کې یو سخت ټکر شوی دی.

د ایل پایس ورځپاڼې لیکلي دي چې د وېن ډرایور په پښو باندې د پېښې له ځایه تښېدلی او دا لا نه ده معلومه چې ډزې به همدې موټر پورې تړلو موټر چلونکو کړې وي او که څنګه؟

پولیسو په لوډ سپیکرو باندې په سیمه کې خلکو ته ویل چې له سیمې نه ووځي ځکه دوي د یوې ترهګرې پېښې په اړه پلټنې کوي.

د هسپانیې لومړي وزیر په ټویټر باندې ویلې دي چې د سیمې له چارواکو سره په اړیکه کې دی او دامهال ورته د ټپیانو درملنه لومړیتوب لري.

د بارسلونا د لا رمبلا سړک تل په سیلانیانو او دسړک د غاړې په دوکاندارانو باندې ډک وي.

په یاده سیمه کې د پاکستان او افغانستان ګڼ وګړي هم ژوند او کاروبار کوي.

د اسپېن وزيراعظم مېريانو د وېن يا ګاډي بريدته "جهادي ترهګري" وېلې ده.

هغه خبريالانو ته ويلي، زمونږ په رنګ ازادۍ ټولنې دپاره نن د ترهګرۍ په ضد جګړې لومړيتوب ورکول دي. خبريالانو سره خبرو کې هغه وويل دا نړيوال ګواښ دی او نړيوال ځواب ته اړتيا لري.

د امریکا صدر ډونلډټرمپ په ټويټر ويلي، "امريکا د بارسيلونا د بريد غندنه کوي اوهره اړينه مرسته به کوي، مضبوط اوسئ، مونږ ستاسو مينه کوو".

د امریکې خارجه وزیر ویلي، پکار ده چې په ګرده نړۍ کې ترهګري وپېژندل شي، امریکا او اتحاديان به يې تاسو معلوم کړي او دقانون منګولو ته به مو راولي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس د بريد غندنه کړې، اغېزمنو ته يې خواخوږي وېلې او ويلي يې دي ملګري ملتونه د اسپېن سره دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG