د ایران په سيستان بلوچستان صوبه کې وسله والو د پولیس د موټرو په قافله حمله کړې او شپږ پولیس افسران يې وژلي دي. جېش العدل وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.
د ایراني مطبوعاتو ترمخه، د نهې، سه شنبې، د ورځې په حمله کې دوه پولیس افسران زخمیان شوي هم دي.
ینګ جرنلېسټس کلب نومې وېب پاڼې چې د ریاستي نشریاتي ادارې سره تړون لري، په خپل رپورټ کې وویل جېش العدل د حملې ذمه واري اخېستې ده.
د رپورټ په ازاده توګه تصدیق نه شو کېدلی. وېل کېږي چې وسله وال په سیمه کې د بلوڅ اقلیت د حقونو دپاره جنګېږي. ایران او ځینو نور ملکونو جېش العدل ترهګر ډله بلي.
په سیستان بلوچستان کې په ایراني پولیس تازه بردی په تېرو دوو هفتو کې په سیمه کې دویمه حمله ده چې ښيي په سیمه کې د امن او امان صورتحال په خرابېدو دی.
تېره هفته د صوبې په دریو مختلفو ځایونو کې د ایراني ځواکونو او د وسله والو په جګړو کې ۱۰ ایراني عسکر او ۱۸ وسله وال ووژل شوو. د امنیتي ځواکونو شپږو نورو عسکرو وروسته په هسپتال کې ساه ورکړه.
د ایران دا صوبه د افغانستان او پاکستان سره پوله لري او وخت په وخت په کې د ایراني امنیتي ځواکونو، وسله والو او د نشۍ توکو د سمګلرانو جنګونه کېږي.
د ډسمبر په میاشت کې وسله والو د ایراني پولیس په تاڼه حمله وکړه چې په کې تر دولسو پورې پولیس افسران ووژل شوو.
سیستان بلوچستان د ترقۍ په لحاظ د ایران په وروسته پاتې سیمو کې شامل دی او د سیمې سني اوسېدونکو تعلقات د ایران واکمنو شیعه ملایانو سره زیاتره د تاوتریخوالي ښکار پاتې شوي دي.
Forum