لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې په پاکستاني عسکرو برید کې 2 عسکر وژل شوي او 2 نور ژوبل شوي دي


File Photo
File Photo

د ګوادر د پوليس چارواکو په وينا دغه برید نن (مارچ 31مه) سهار د بلوچستان ګوادر ښار څخه شاوخوا 25 کلومیتره ليري پرته د سيجي غرونو کې د پاکستاني عسکرو د بمونو شنډولو په څانګه شوې.

د مکران ډويژن کمشنر سعيد عمراني و ډيوه ته وويلي: ٫٫ د سړک غاړې ته ايښودل شوی بم چاودنه کې دوه پوځي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي، پېښه هغه وخت شوې چې کله د پاکستاني پوځي ځواک بم ډيسپوزل سکواډ د وانکره ډيم ته تلونکې لاره کې د ماين پاکۍ چارې تر سره کولې۔"

د پاکستان پوځ د رپورټ د جوړلو تر وخته د دې خبر په باب کوم دريځ مخې ته ندی راغلی او نه هم کومې وسلوالې ډلې د ياد بريد زمه وراي منلې ده.

خو د ګوادر په ګډون د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې پر سرکاري ودانيو، عسکرو او چينايي کمپنيو او کارمندانو باندې بېلا بېل بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې د داسې پېښو زمه واري مني.

تېره ورځ (مارچ ۳۰مه) د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي او دوکۍ ضلعو په سرحدي سیمه وړیخه کې د ماړي پټروليم ګېس کمپنۍ پر کارمندانو بم چاودلی چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوی او 14 ټپي شوي وو. د دې بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې ده.

ماړي پيټروليم د پاکستان د پوځ تر انتظام لاندې چلېدونکې کمپنۍ ده چې د ګېس او تيلو موندلو او را ايسلتو کار کوي.

پر پاکستاني پوځي او نيم پوځي عسکرو او ودانيو په نېږدي موده کې وسلوال بريدونو کې زياتوالی راغلی دی. د ماﺭچ پر 26مه د بلوچستان تربت کې د پاکستان د هوايي ځواک "نيول فورس" پر هوايي ډګر ډليز وسلوال بريد شوی وو.

په دغه برید کې د ايف سي ځواک دوه عسکر وژل شوي او د عسکرو په ځوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي وو. بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي مجيد بريګېډ د برید زمه واري منلې وه.

د مارچ پر شلمه د مکران ډویژن په گوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتھارټي د استوګنې په کمپلیکس هم حمله شوې وه. په دغه برید کې دوه عسکر وژل شوي او ځينې ټپيان شوي وو. د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې يې اته وسلوال بريدګر وژلي وو. د دغې برید زمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومي ډلې منلې وه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG