لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حج مناسک پیل شوي، حاجیان له مکې منا ته رسېدلي دي


د حج مناسک نن د جمعې له ورځې پیل شوي اؤ ددې مناسکو په وړومبي پړاؤ کې حاجیان منا ته رسیدلي.

نن په اتمه ذي الحجه دسهار له نمانځه وروسته حج کوونکو احرامونه تړلي او دحج په نيت دمکې څخه منا ته روان شوي دي.

حاجیان به نن دغرمې ، مازيګر ، ماښام او ماسخوتن نمونځونه پخپلو خېمو کې کوي او ټوله شپه به په عبادت تيروي.

ددغو حاجيانو دپاره په منا کې دسپينو خيمو يو ښار ودان کړل شوى دى ،چې پکې لارښودان هم دحاجيانو لارښودنې دپاره موجود دي.

دحج ستر رکن وقوف عرفه به حاجیان سبا ترسره کوي، په نهمه ذي الهجه به حاجیان دعرفات میدان ته ځانونه رسوي اؤ دغلته به د ماسپښین اؤ ماذیګر نمونځونه یو ځائ ادا کوي تر دې وروسته به بیا دغه حاجیان ترماښامه دعرفات په میدان کې وقوف کوي،

د نمر پریوتو سره سم به حاجیان مزدلفې ته روانیږي اؤ هلته به دماښام اؤ ماسخوتن نمونځونه یو ځائ کوي اؤ بیا به د شین اسمان لاندې تر سهاره په عبادتونو مشغول وي.

په ۱۰مه ذي الحجه به حاجیان د مزدلفې نه د رمي دپاره جمرات ته ځي اؤ هلته به شیطانان په کاڼو اوولي، ترهغې وروسته به قرباني کوي، سرونه به خروي اؤ بیا به احرامونه پرانزي اؤ دغسې به دحج ټول مناسک سرته رسیږي.

سږکال د حج د فریضې ترسره کولو لپاره د ګردې نړۍ څخه یو نیم میلیون یا ۱۵ لکه حاجیان سعودي عرب ته رسېدلي چې په دې کې یو لک اؤ شپیته زره له پاکستان ورغلي اؤ ټاکل شوې ده نزدې څلور لکه ځایي خلک به هم سږکال د حج فریضه ترسره کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG