لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی:دسیاسي بې باورۍ اؤ اقتصادي بدحالۍ له امله پاکستان کې نیمایي کاروبارونه خراب شوي دي


د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 47 فیصدي کمې شوي او د پاکستان نه د غیر ملکي سرمایه ګزارۍ په بهر وتلو کې 42.5 فیصدي اضافه شوې ده
د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 47 فیصدي کمې شوي او د پاکستان نه د غیر ملکي سرمایه ګزارۍ په بهر وتلو کې 42.5 فیصدي اضافه شوې ده

ګیلپ سروی پاکستان په خپل رپوړټ کې وایي په پاکستان کې د سیاسي بې باورۍ او اقتصادي بدحالۍ له امله د کاروبارونو په مایوسۍ کې اضافه شوې ده او ددوي باور راکم شوی او 65 فیصدي کاروباریان وایي د روان مالي کال دریوؤ میاشتو کې 50فیصدي یا نیمایي کاروبارونه خراب شوي دي.

کاروباریان وایي د اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ ، ګرانۍ، ټيکسونو او د حکومتي مرستو د نشتوالي له امله کاروبارونه تاوان سره مخ دي.

دګیلپ سروی پاکستان د رپوړټ له مخې 65 فیصدي کاروباریان وایي د روان مالي کال په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې 50 فیصدي روزګارونه اغیزمن شوي چې بنیادي وجوهات یې په پاکستان کې روان سیاسی کړکیچ او اقتصادي بې ثباتي ده .

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 47 فیصدي کمې شوي او د پاکستان نه د غیر ملکي سرمایه ګزارۍ په بهر وتلو کې 42.5 فیصدي اضافه شوې ده.

سټیټ بینک وایي د پاکستان په غیر ملکي ترسیلات زر کې هم 10فیصدي کمی راغلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد خان شنواری وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې ګراني زیاته ده حکومت د سود شرحه زیاته کړې او د سیاسي بې ثباتۍ او د پاکستاني روپۍ او امریکایې ډالر تر منځه دکمي او زیاتي له وجې کاروبار کول ګران شوي.

دهغه په وینا هم ددې سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ له وجې د سوداګرو اعتماد اخري درجې ته کم شوی او دا د ملکی اقتصاد دپاره د خطر خبره ده .

"دا ډیره زیاته خطرناکه خبره ده، ځکه چې ډیرو داسې کاروباري خلکو په دې خبره سوچ شروع کړی چې په نورو هیوادونو کې پانګونې وکړي او د پاکستان نه د سرمایه وتل هم شروع شوي"

د ګیلپ سروی پاکستان د رپوړټ تر مخه په خیبر پښتونخوا ، پنجاب او سیند صوبو کې15 فیصدي کاروباریان وایي د پاکستان اقتصاد په غلطه لاره روان دی .

په سروی کې ویل شوي د خلکو تر ټولو غټه ستونزه ګراني ده چې په فوري توګه حل ته اړتیا لری، 72فیصدي کاروباري ادارې د بجلۍ د نشتوالي نه اغیزمنې دي او 81 فیصدي ادارو ګیلپ پاکستان ته ویلي هغوي دا نه مني چې په پاکستان کې عدالتي نظام منصفانه،غیر جانبداره او د غبن نه پاک دی.

د رپوړټ تر مخه په څلورو کی یو تن د مالیاتي ادارې نه مطمین دی .

په مردان ښار کې واړه کاروباریان وایي د هغوی په روزګارونو د ګرانو بیعو له وجې لګښتونه زیات شوي اؤ یو کاروباري عدنان خان ډيوه ته وایي ګټه ترې په ګرانۍ کې لاړه شي.

"یو کاروباري چې د10لکو روپو کاروبار لري او د سامانونو بیعې یو په دوه شوې نو زه به شل لکه روپۍ چرته نه راوړم ؟زما پیسې د لسو لکو نه پنځوؤ لکو روپو ته راغلې او بل اړخ ته د بجلۍ بلونه هم زیات شوي او حکومتي ټیکسونه هم زیات شوي"

ګیلپ سروی وایي په پاکستان کی زیاتره د تار او جامو صنعت متاثره شوی او د ټیکسټایل ایسوسي ایشن وینا ده په پاکستان کی د بجلۍ او ګیس د بحران له وجې 1600 کارخانې بندې شوې دي.

د خزانی وزیر اسحق ډار تیره میاشت برامدي صنعت ته د بجلۍ په مد کې د 100 اربو روپو اعلان کړی او مرکزي بینک ته یې هم ویلي چې د درامدي کاروباریانو د درامداتو دپاره پیسې جاري کړي.

همداشان د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف په دې وروستیو کی اقتصاد ته د ودې ورکولو دپاره زرعی څانګې ته د 1800 اربو روپو رعایتونه اعلان کړي چې کرونده ګرو ته په رعایتي نرخونو سرې، بجلي او قرضې ورکړی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG