لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د اوسامه بن لادن د زوی شهریت ختم کړی


اوسامه بن لادن
اوسامه بن لادن

سعودي عرب د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د سعودي عرب شهريت يا غړيتوب يې بېرته اخستی دی.

دا معلومه نه ده چې د سعودي عرب لخوا د حمزه بن لادن د غړيتوب بېرته اخستلو خبر چې په تېر نومبر کې دستخط شوی و ولې اوس اعلان کړی شو.

سعودي عرب دغه اعلان په داسې حال کړی چې امريکا تېره ورځ د رېوارډ فار جسټس يا د انصاف لپاره د انعام د پروګرام لاندې د حمزه بن لادن په سر د يو ميلين ډالرو انعام اعلان کړی. د اېسوسيټېډ پريس نومې خبري اداره وايي حمزه بن لادن ورځ په ورځ په القاعده ډله کې نور شهرت موندلو.

سعودي عرب په کال ۱۹۹۴م کې هم دغه شان د اسامه بن لادن شهريت هم ختم کړی و. هغه دغه وخت په سوډان کې د جلاوطنۍ ژوند کو او حمزه بن لادن وړوکې ماشوم و.

په واشنګټن کې د څيړنې ادارې فاؤنډېشن فار ډېفنس آف ډېموکرېسيز څيړونکی تهامس جوسلېن چې د القاېده او داعش مطالعه کوي ويلي د سعودي عرب دغه فېصله کې داسې ښکاري تاريخ بيا تکرار شوی. نوموړي واېې، " حمزه بن لادن هغه وخت پېدا شوی و چې القاعده ډله جوړه شوه، ځکه نو د هغه ټول عمر د القاعده په جوړېدلو، خورېدلو او د غربي نړۍ او امريکا په ضد جنګېدلو په مرحلو کې تېر شوی دی''.

ويلې کېږي چې حمزه بن لادن په کال ۱۹۸۹م کې زېږېدلی هم په دغه کال د روس عسکر د افغانستان نه وتلي وو او د هغه پلار اسامه بن لادن په افغان مجاهدينو کې لوي نوم ګټلی وو.

اسامه بن لادن هم په دغه وخت کې سعودي عرب ته ستون شوی وو خو په کال ۱۹۹۱م کې يې د سعودي په حکومت نيوکې کړی وې چې په خليجي جنګ کې يې په هېواد کې امريکايانو ته د ځاېې ورکړی وو، د دغې نيوکو وروسته اسامه بن لادن بيرته سوډان او بيا په کال ۱۹۹۶م کې افغانستان ته تلی وو او د افغانستان نه يې د امريکا په ضد د جنګ اعلان کړی وو.

د القاعده د مشر په هېڅ اسامه بن لادن په امريکا او نورو هېوادونو کې د يو شمېر ترهګر حملو څارنه کوله، چې پکې په کال ۱۹۹۸م کې په کېنيا او تنزانيه کې د امريکا په سفارتخانو بمي حملې او په يمن کې د امريکا په بېړۍ بريدونه شامل دي.

په کال ۲۰۰۱ کې اسامه او دهغه ملګرو په امريکا کې په نيويارک ښار او پېنټه ګان د بريدونو منصوبې عملي کړی وې چې پکې نزدې ۳۰۰۰ امريکايان وژل شوي وو

امريکا د دغې ترهګر بريدونو په عبرګون کې په افغانستان يرغل وکړو او د امريکا نيوي سيل نومې کمانډو ځواکونو اسامه په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې اوژلو.

د اسامه بن لادن ځوي حمزه بن لادن وس ۳۰ کلن دی او د کال ۲۰۱۵ وروسته د وسله والو په وېډيوګانو کې د القاعده د ترجمان په هېڅ مخې ته راځي.

نوموړي په خپل لومړي آډيو پېغام کې امريکا ته ګواښ کړی وو او د خپل پلار اسامه بن لا دن د بدل اخستلو دهړکه يې کړې وه، حمزه بن لادن ويلي وو.

"که چرې ستاسو دا خيال وې چې تاسو په اېبټ آباد کې کوم جرم کړی د هغې سزا به تاسو ته در نه کړی شي نو ستاسو خيال غلط دی".

په ورستۍ ورځو کې چې په مينځني ختیځ کې داعش ترهګره ډلې د نړۍ ټول پام ځان ته اړولی څيړونکي وايې القاېده وس هم د نړۍ لپاره يوه لويه خطره ده.

تېرکال د ملګرو ملتونو په يو چاپ شوي رپورټ کې ويلی شوي وو د اسامه بن لادن ځوي حمزه بن لادن په القاعده ډله کې يو ښکاره مشر جوړ شوی او د پلار د مرګ نه پس د اېمن الزواهري ترڅنګ د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله پرتو سيمو کې پټ دی. ملګرو ملتونو خبردارې ورکړی چې القاعده به د خپلو نوي مشرانو سره يو وارې بيا سر راوچت کړي او ترڅو نړۍ يې خبر وا نخلي، نړۍ به د نوي خطرونو سره مخ کړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG