د امریکې مشهورې یونېورسټۍ هارورډ کورننګ باډي یا انتظامي ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د هارورډ مشره کلاډین ګی به د ادارې د صدارت نه استعفا نه ورکوي.
تېره هفته په کانګرس کې د اېنټي سېمېټزم یا د یهودیانو په ضد د نفرت په اړه په کانګرس کې د مېرمن ګی د وېنا وروسته فشار زیات شوی و چې هغه دې د هارورډ د مشرۍ منصب پرېږدي.
هارورډ کارپورېشن د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې غونډې وروسته وویل د ډیر غور او فکر وروسته د دې اعتماد اظهار کوي چې مېرمن ګی د ټولنې زخمونو د درملنې او ټولنې ته د پېښو سنګینو مسلو حل کولو دپاره غوره مشره ده.
د ګی ټاکنه څو میاشتې مخکې شوې. هغې او د دریو نورو امریکايي یونیورسټیانو مشرانو د کانګرس په اورونه کې د اېنټي سېمېټزم په اړه پوښتنو ته د جوابونو ورکولو کښښونه کول.
ای پي خبري اداره وايي د یونیورسټیانو د مشرانو اکډېمېک یا علمي جوابونو په کانګرس کې حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د غړو، د یونیورسټۍ پخواني طالب علمانو او ادارو سره د مالي مرسته کوونکو سخت ردعمل راوپارولو چې د خپلو یهودي شاګرانو د تحفظ په حق په ودرېدو کې ناکامه شوي دي.
د کانګرس په اورونه کې زیاتره لانجه د دې پوښتنې په سر راپورته شوه چې ایا د یهودیانو د قتل عام غوښتنه د یونیورسټیو د کوډ اف کانډکټ یا د ضوابطو خلاف ورزي ده؟
مېرمن ګی وویل د دې انحصار په تناظر دی چې په کوم تناظر کې دغه خبره کېږي. هغې زیاته کړه چې که وېنا د عمل حد ته داخلېږي نو دا به د یونیورسټۍ د پالیسو خلاف ورزي وي.
د ګی ترڅنګ د یونیورسټي اف پېنسېلوېنیا صدرې لېز مېګېل هم شرکت کړی و او هم د دغې پوښتنې په سر د شخړې وروسته یې د خالي، شنبې، په ورځ استعفا وکړه.
د هارورډ یونېورسټۍ د طالب علمانو اخبار دي هارورډ کرېمزن د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټولو نه مخکې دا خبر ورکړو چې د هارورډ کارپورېشن په ملاتړ به ګی چوکۍ نه پرېږدي. ګی شپږ میاشتې مخکې ګمارل شوې او د هارورډ وړمبۍ تورپوستې مشره یا صدر ده.
د هارورډ ۶۰۰ استاذانو یو خواست هم لاس لیک کړی و چې په کې غوښتنه شوې وه چې ګې دې په خپله عهده برقرار وساتل شي.
هارورډ کارپورېشن په خپل بیان کې وویل د حماس ترهګرې حملې دلاسه ګڼ شمېر خلک درد مند کړي او پکار ده چې یونېورسټۍ په سمدستي ډول، نېغ په نېغه او په واضحه ډول د حملې غندنه کړی وی.
بیان کې وېل شوي چې د قتل عام یا د جېنوسایډ غوښتنې د کرکې وړ او د انسانیت د بنیادي اقدارو خلاف ورزي ده، ګی په کانګرس کې د خپلې وېنا په طریقه بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې د اېنټي سېمېټېزم په ضد به د یونیورسټۍ جګړه سختوي.
د هارورډ اخبار دي کرېمزن سره تېره هفته مرکه کې ګی وویل په کانګرس کې د تود بحث په مهال هغې د یهودي شاګردانو خلاف د تشدد د دړکو په مناسب ډول غندنه و نه کړی شوه. هغې وویل پکار ده چې د حاضر دماغۍ نه يې کار اخیستی وی او وېلی یې وی چې په هارورډ کې یهودي شاګرانو خلاف د تشدد مطالبې ځای نه لري.
د ګی او د مېګېل تر څنګ د امریکې د یوې بلې معتبرې یونیورسټۍ اېم ايي ټي صدرې هم د کانګرس په اورونه کې شرکت کړی و او دغې پوښتنې ته د هغې جواب هم لانجمن ګڼل شوی و.
د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړې اېلېس سټېفانېک چې د یونیورسټیانو د صدرانو نه يې په وار وار دا پوښتنې کولې چې ایا د یهودیانو د قتل عام غوښتنې د یونیورسټیو د ضوابطو خلاف ورزي ده او که نا؟ د سوشل ميډیا په اېکس، پخواني ټوېټر، وېب پاڼه په دې ناخوښي څرګنده کړه چې هارورډ د ګی حمایت وکړو.
Forum