لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پخوانۍ قبایلي سېمو بې وسه خلکو لپاره د صحت کارډ پرانسته کړې


د پاکستان وزير اعظم عمران خان خېبر پښتنونخوا کې د نوو شامل کړل شوو قبایلي ضلعو کې د کم امدن کورنیو ته د صحت علاج لپاره د صحت کارډونو پرانسته کړې.

د پېښور ګورنر ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا په وخت عمران خان ویلي د قبایلي سیمې اولس د ترهګرۍ پرضد پوځي عملیاتو له کبله ډېر اغېزمند شوي او د صحت یو شمېر ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویلي د صحت انصاف کارډ ترلاسه کولو سره به د قبايلي ضلعو بې وسه خلکو ته د خپل علاج کولو کې لویه مرسته ترلاسه شي.

د حکومت د صحت پروګرام لاندې به د کم امدن هرې کورنۍ ته اووه لاکه او ۲۰ زره روپۍ مختص کولی شي. د صحت کارډ د لارې اغېزمندې کورنۍ د هرښار په هر هسپتال کې بې پیسو یا ویړیا علاج ترلاسه کولی شي.

د عمران خان تحریک انصاف حکومت ددې وړاندې په خیبر پښتونخوا کې هم د صحت انصاف کارډ پروګرام چلولی. عمران خان دعوه کړې په خېبر پښتونخوا کې د صحت کارډونو له امله غریبو کورنو ته د علاج په وخت ډېره مرسته ورکړې او ددې له کبله دغه پروګرام اوس قبایلي سیمو ته هم غځول غواړي.

عمران خان وویل اوسنې حکومت د قبايلي ضلعو د پرمختګ لپاره تګلاره جوړه کړې او د دې په سر یې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، ګورنر او د کابينې نورو غړو سره په تفصیل سره خبرې کړي.

خو عمران خان په قبایلي ضلعو کې د کډوالو په ستونزو او په دغه سیمو کې د هدفي وژنو په اړه څه ویلي نه دي.

نوموړي په داسې حال د قبایلي سیمو لپاره د صحت کارډونو پرانسته کړې چې په شمالي وزيرستان کې د تېرې شورو، چهارشنبې په ماښام یو ځاي ملک عباس خان په بمي چاؤدنه کې وژل شوی وو. د پېښې وروسته ځايي مشرانو ویلي وو دغه ډول پېښې بيا بيا رامنځته کېدل د اندېښنې وړ دي.

د ملک عباس د پېښې نه نزدې یوه اوونۍ وړاندې په دغه ځای د هغه په تره ملک رېمال چاؤدنه شوې وه خو هغه پکې روغ پاتې شوی وو.

څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په خېسور کې ملک ماتوړکی په خپل کور کې د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی ؤ او د هغه د وژنې تور بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرتابه لګول شوی وو خو د تور لګولو نه وړاندې د پي ټي اېم مشرانو د پېښې د پلټنو کولو غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG