لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان په یو بېړني گام کې، له ایران سره پر هر راز تگ راتگ بندیز ولگاوه
تازه خبر

افغانستان په یو بېړني گام کې، له ایران سره پر هر راز تگ راتگ بندیز ولگاوه


د افغانستان د ملي امنیت شورا (د قامي سلامتیا شورا) نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په یوه ناسته کې فېصله کړې چې له ایران سره د مسافرو تگ او راتگ دې، هم د ځمکې او هم د هوا له لارې بند شي. همدا شان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د هگېو (انډو) او چرگانو په راوړلو هم پابندي لگول شوې ده.

د دې ترڅنگ، ترکي هم له ایران سره خپله گډه پوله تړلې ده. پاکستان بیا له ایران سره پر پوله د طبي معایناتو بیړني حفاظتي ګامونه اخیستي او ایران ته یې له بلوچستان د شیعه زیارت کوونکو تګ بند کړی دی.

د سیمې په هېوادونو کې پس له هغه اندېښنې راولاړې شوې چې کروناوایرس ایران ته ورسېد او هلته یې له امله کسان مړه شول. د تازه رپوټونو له مخې، د ایران د صحت چارواکو ویلي چې له پرون راهیسي، په ایران کې درې کسان د کروناوایرس له امله مړه شوي او د ناروغۍ ١٥ نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

د دې رپوټونو وروسته، افغانستان له ایران سره د هوا او ځمکې له لارې تگ راتگ بند کړی دی. د افغانستان د ملي امنیت د شورا په یو رسمي بیان کې راغلي چې په ایران کې به د افغانستان قونسلي چارې هم محدودې کړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت یا قامي سلامتیا شورا نن بېړنۍ غونډه وکړه
د افغانستان د ملي امنیت یا قامي سلامتیا شورا نن بېړنۍ غونډه وکړه

افغانستان همدا شان له ایران څخه غوښتي چې د افغان مهاجرو د واپس کولو لړۍ دې هم ودروي، ځکه دې سره د کروناوایرس د خپرېدو خطره شته.

افغان حکومت نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا واېرس ناروغۍ هېڅ کومه مثبته پیښه نشته.

د نړۍ په هغو ملکونو کې چې د کروناواېرس د خپرېدو رپوټونه ورکړل شوي، نو هلته د ماسکونو یا صحي نقابونو کمښت هم مخې ته راغلی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا فېصله کړې چې له افغانستان څخه نورو ملکونو ته دې د ماسکونو د قاچاق (سمېگلېنگ) مخه ونیول شي.

یاده دې وي چې د افغانستان د صحت وزارت، ایران سره ترڅنگ په هرات ولایت کې د کروناوایرس د درېیو مشکوکو پېښو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د صحت چارواکي زیاتوي چې دا کسان تازه د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته تللي وو چې د ستونې درد او تبه یې لرله. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وگړي په عادي موسمي بیمارۍ او که په کروناواېرس اخته شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG