د سوډان په سرښار خرطوم کې دننه او شا او خوا علاقو کې د زیارت، پنجشنبې په سحر هم د هېواد د امنیتي ځواکونو د دوو څانګو ترمنځ درنه جګړه شوې د دې باوجود چې فریقېن تر یوې هفتې پورې په جنګ بندۍ متفق شوي وو.
په جنګ کې شکیل د سوډان پوځ او د نیم پوځي ځواک رېپېډ ډيفېنس فورس ترمنځ د جګړې په اړه تازه رپورټونه وايي داسې ښکاري چې دواړه قریقېن کوښښونه کوي چې بل د ښار نه بهر وباسي او په صدارتي محل او د پوځ په مرکز قبضه وکړي.
د متحده قومونو سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرز د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوډان په جګړه کې په ښکیلو ډلو غږ وکړو چې جنګ نه دې لاس په سر شي. هغه د سوډان ولس سره د ملاتړ اظهار وکړو او ويې وېل چې د سوډان خلک د انساني بحران سره مخامخ دي.
ګوټېرز غوښتنه وکړه چې د سوډان ولس ته امداد د رسوولو اجازت دې ورکړی شي.
ګوټېرز په نېروبي، کېنیا، کې خبري غونډې ته وویل غیر پوځي سهولتونو او امدادي کارکونکو ته دې تحفظ ورکړی شي.
د سوډان د صحت وزارت ویلي د اپرېل د ۱۵ نېټې راهسې شروع شوې جګړې دلاسه د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د ۵۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي.
د متحده قومونو د کډوالو ادارې خبرداری کړی چې په سوډان کې د اړي ګړي له امله د ۸۰۰۰۰۰ نه زیات کسان بې کوره کېدلی شي.
په سوډان کې جنګ د شروع کېدو نه پس په زرګونو خلک چډ، مصر، جنوبي سوډان، اېتوپیا او نورو ملکونو ته تللي دي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د ساوت سوډان یا د جنوبي سوډان خارجه وزارت اعلان وکړو د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدالفح البرهان او د ار اېس اېف مشر جنرل محمد همدان ډاګلو په ډز بندۍ متفق شوي دي.
یادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځېني معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي