لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې روانو بارانونو او د غرونو خویدو په پېښو کې ۲۳ کسان مړه شوي: چارواکي


Rain and Snow in KPK
Rain and Snow in KPK

پاکستاني چارواکي وايي په تیرو ۴۸ ساعتو کې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د سختو بارانونو د لاسه د کورنو غورځیدو او غرونو خویدو په پېښو کې ۲۹ کسان مړه شوي او نژدې ۵۰ ژوبل شوي. د چارواکو په وینا د بارانونو او واورو د لاسه ځینې لوې لارې هم بندې شوي.

د چارواکو په وینا په خېبر پښتونخوا کې د زیارت/ پنجشنبې د ورخې راهسې د بارانونو د لاسه ۲۳ کسان مړه شوي. په بلوچستان ایالت کې چرته چې د بارانونو د لاسه د ګوادر ساحلي ښار سېلابي اوبو کې ډوب شوی، ځايي چارواکو د پینځه کسانو د مرګ پخلی کړی.

د قدرتي افتونو په وخت د مرستو صوبایي ادارې پي ډي اېم ای تر مخه په تیرو ۴۸ ساعتو( ۲ ورځو) کې په خېبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو او د غرونو خویدو له سببه رامنځ ته شوو پېښو کې تر اوسه ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۷ نور ژوبل شوي.

د ادارې تر مخه د صوبې په زیانمنو سیمو کې اغیزمنو خلکو ته په سمدستي توګه د مرستو رسولو امر شوی او د صوبې اعلا وزیر په دغه پېښو کې د وژل شوو خپلو خپلوانو ته د امدادي چېکونو ورکولو امر کړی.

د پښتونخوا مرستندویه ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ تر مخه د څو ورځو د پرله پسې بارانونو له امله په پېښور، مردان، ملاکنډ، کوز دیر اؤ باجوړ کې د کچه کورونو اؤ کوټو د کښېناستو یو شمېر پېښې رامنځته شوي دي. د مرستندویه ادارې مشر ویلي، په یو شمیر سیمو کې د څاروؤ د ودرلو خونې اؤ برنډې هم غورځېدلي چې پکې د خلکو ګڼ شمیر څاروي هم مړه شوي دي.

د ریسکیو 1122 له مخې په کوز دیر کې د یو کور په کوټه خاورین ګټ راخویدلی چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی. همدا شان دغه اداره وایي چې د باجوړ په غاښي کنډاؤ ماموند سیمه کې هم د یو کچه کور کوټه ناستې ده چې پکې درې کسان مړه شوي دي.

د یادې ادارې د ملاکنډ مرکز وایي چې په بټ خیله کې د خټکی مقبری تر څنګ د یو کور د کوټې غورځېدو له امله یوه مور اؤ لور مړه شوي اؤ درې تنه نور ژوبل شوي دي.

په اله ډهنډ ډهیرۍ سرو کوټو کې هم د باران له امله د یو کچه کور کوټه راغورځېدلې اؤ د یو کور درې کسان یې لاندې کړي چې یوه مور اؤ لور پکې مړه شوي اؤ بل تن په تشویشناک حالت کې هسپتال ته رسول شوی دی. په سخاکوټ کې هم د کور کوټه ناستې ده اؤ چې پکې د شیرزمین نومې تن دوه دوه لوڼه مړې شوي اؤ دوه نورې ژوبل شوي دي.

په تخت باني کې بیا د یو کور د کوټې غورځېدو پېښه کې د نهو کالو یوه ماشومه مړه شوې اؤ درې نور ماشومان ژوبل شوي دي. د بارانونو له امله نورو بیلابیلو پېښو کې هم د شپږو کسانو د ژوبل کېدو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

د موسمیاتو محکمه وایي د اوړمې شپې راهسې د صوبی په میداني او غریزو سیمو بغیر د له وقفې بارانونه شورو دي او شمالی سیمه دیر کې 93 ملی میټره تر ټولو زیات باران ریکارډ کړی شوی دی.

همدا شن په کوز دیر کې 83، تخت بهایي کی 80، چترال کې 70،پیښور کې 68 او ملم جبه کې 66 ملي میټره باران شوی. د موسمیاتو د محکمي د وینا مطابق په کالام او چترال کی تر دوه فوټه پورې واورې شوي او ددې له امله اکثره لرې پرتو سیمو ته غځېدلې لار هم بندې شوي دي. د موسمیاتو محکمې اټکل کړی چې د اتوار تر ماښامه به د بارانونو دا لړۍ روانه وي.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د ای پي خبري اداره نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG