لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د صدر الوتکې سختو حالاتو کې ٫٫بیړنۍ ناسته٬٬ کړې


File photo
File photo

ای پي او نورې خبري ادارې د ایراني مطبوعاتو لخوا وايي چې د ایران یو هیلي کاپټر چې صدر ابراهیم رېیسي هم پکې سفر کوو په سختو حالاتو کې بیړنۍ ناسته کړې.

د ایران سرکاري مطبوعات وايي چې د اتوار/ یکشنبې په ورځ یو هیلي کاپټر چې د ایران صدر ابراهیم رېیسي پکې سپور وو په سختو حالاتو کې ٫٫ بیړنۍ ناسته٬٬ کړې، د ایران سرکاري مطبوعاتو بیا د پېښې نور کوم جزیات نه دي ورکړي.

د ایران سرکاري خبري ادارې تر مخه ابراهیم رېیسي د ایران شرقي ازرباېجان صوبې ته په سفر وو او دغه پېښه د ازرباېجان هیواد پولې سره نژدې په جولفا ښار کې نژدې شوې. دغه ښار د ایران سرښار تهران نه ۶۰۰ کلومیټره ( ۳۷۵) میله لرې پروت دی.

د ایران ارنا خبري ادارې د خبر تر مخه د ایران صدر سره په دغه سفر کې د ایران د خارجه چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ایران د ازرباېجان صوبې ګورنر او نور چارواکي هم وو.‌ یو ځايي چارواکي بیا د پېښې لپاره د جهاز ٫٫ غورځیدو ٬٬ ټکی کارولی خو ایراني مطبوعاتو ته یې دا منلي چې هغه لا د پېښې ځاې ته پخپله نه دی رسیدلی.

تر اوسه د ایران سرکاري ټي وي چینلو یا ارنا خبري ادارې د ایران د صدر ابراهیم ریسیي د حالت په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي.

د ایران سرکاري ټي وي ویلي چې امدادي کارکونکي د پېښې ځاې ته د رسیدو هڅې کوي خو سخت موسم ورته خنډونه جوړ کړي. د ارنا خبري ادارې دغه سیمه یو ٫٫ ځنګل٬٬ یاد کړی او رپورټونه وايي دغلته تیز باران او لړې خورې وې.

د اتوار په سهار د ایران صدر په ازرباېجان کې وو او هلته یې د دغه هیواد صدر الهام علییوف سره په ګډه د اوبو یو دېم پرانسته کړې وه. په ارس سیند باندې د دواړه هیوادونو لخوا جوړیدونکی دا دریم دېم وو.

د ایران صدر د ازرباېجان دغه سفر په داسې وخت کې کوو چې د دواړه هیوادونو تر منځه اړیکې په تهران کې د ازرباېجان په سفارتخانې د یو برید او د ازرباېجان او اسرایل تر منځه اړیکو کې د ښه والي وروسته تاوجنې شوې وې. شیعه اکثریتي ایران په دغه سیمه کې اسرایل خپل لوې دښمن هیواد ګڼي.

د ایران دننه یو شمېر هیلي کاپټرې الوت کوي، خو د نړیوالو بندیزونو له سببه ایران لپاره دا ګرانه ده چې د دغه الوتکو پرزې د بهر هیوادونو نه ترلاسه کړي. د ایران هوايي پوځ هم د کال ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب وړاندې ترلاسه شوې زړې الوتکې لري.

۶۳ کلن ابراهیم رېیسي د ایران یو سخت دریځه مشر او د هیواد د عدلیې پخوانی مشر پاتې شوی. هغه د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامینايي کلک پلوي ګڼل کیږي او ځیني څیړونکي په دې باور دي چې هغه د علي خامینايي وروسته د هغه ځاې ناستې کېداې شي.

ابراهیم رېیسي په کال ۲۰۲۱م کې د ایران هغه صدارتي ټاکنې ګټلې وې چې پکې د اسلامي جمهوریه ایران د تاریخ تر ټولو کمې رایې اچول شوې وې. په کال ۱۹۸۸م کې د ایران او عراق تر منځه جګړې په مهال د زرګونو سیاسي قیدیانو په بشر وژنه کې د لاس لرلو په تور امریکا په ابراهیم رییسي بندیزونه هم لګولي وو.

د رییسي په مشرۍ کې ایران د نړیوالو څارنوالونو په کار کې خنډونه جوړ کړي او د یورینیم د غني کولو او دغه د وسلو جوړولو تر حده رسولو پورې کار جاري ساتلی. ایران د اوکراېن پرضد جګړه کې د روس سره د وسلو مرستې هم کړي او د دې تر څنګ یې په اسرایل د ډرون او میزایلو یو لوې برید هم کړي. په اسرایل دغه برید د اسرایل او حماس تر منځه جګړې په ترڅ کې شوی.

ایران په دغه سیمه کې د پراکسي جنګونو / وسله والو ډلو د مرستو کار ته هم دوام ورکړی او په منځني ختیځ کې هوثي یاغیان او د لبنان حزب الله شان ډلو مرستې کوي.

د دې خبر نور جزیات راروان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG