لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوال د پامه غورځول شوي دي، جرګه


د شمالي وزيرستان د کډوالو جرګه
د شمالي وزيرستان د کډوالو جرګه

د شمالي وزیرستان څخه شپږ کاله وړاندې کډوال شوي خلک وايي چې یو خو دوی اوس هم لا په کډوالۍ کې ژوند کوي او بل دا چې حکومت د پامه غورځولي ژوند يې سخت د ستونزو سره مخ شوی دی.

د شمالي وزیرستان کډوالو پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په بنو ټاؤن کې جرګه کړې د حکومت نه يې غوښتي يو دا چې دوی ته دې د خوراک څښاک برابرتيا وکړي، دوېم د دوی مالي مرستې دې په ځای کړی، چې د چا اندراج نه دی شوی د هغو نوم لیکنه دې وشي او که د دوی علاقې پاکې کړی شوي وي بيرته دې خپلو سیمو ته ولېږل شي.

د کډوالو په جرګه کې دا غوښتنه هم شوې چې افغانستان ته کوم خلک کډوال شوي د هغو د بيرته راوستلو دپاره دې هم ګامونه پورته کړی شي.

د شمالي وزيرستان د درپه خېل سيمې سره تعلق لرونکی کډوال محمد خان چې په بنو کې په کډوالۍ کې ژوند کوي وايي د تېرو څو مياشتو راهسې ورته نه خوراکي توکي مېلاويږي او نه ورته حکومتي مالي مرستې ورکړی کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل شپږ کاله يې په کډوالۍ کې وشو اول به ورته خوراکي توکي او د مياشتې په سر 12زره روپۍ ورکړی کېدی خو د کله نه چې د کرونا وبا لاک ډاؤن شوی دوی ته نه خوراک نه او مالي مرستې ترلاسه شوې.

هغه وويل د لاک ډاؤن له امله مزدوري نه شي کولی څلور زره روپۍ قرض يې اخستی کور په هغې نه چليږي که حکومت ورته د خوراک څښاک سره د مالي مرستو په ځای کولو ترڅنګ بيرته خپلو علاقو ته د تلو زمينه برابره کړي، دوی ترې دغه غوښتنې کوي.

د کډوالو په جرګه کې ويل شوي چې وړاندې به د دوی تپوس کېدو خو دوی د تحریک د انصاف د حکومت نه ګيله کوي چې د تېر په څېر يې تپوس نه کوي او نه ورته په ځايي مطبوعاتو کې هغه ځای ورکړی کيږي چې د دوی مسلې وړاندې کړي.

رحمت غلام وزير چې د جرګې غړی دی وي او ای ډیوه سره يې په خبرو کې وويل د کډوالو مشکلاتو او د حکومت د پامه غورځولو سخت خفه کړي دي.

هغه وويل وړاندې به کډوالو ته د يوې شخصي موبايل کمپنۍ (زونګ) په نمبر پېسې مېلاوېدې اوس ورته ويل شوي چې خپلې نمبرې بلې کمپنۍ (موبي لنک) ته بدلې کړې نو هغه وايي چې اول کومې نمبرې د چا په نوم وې او ګوته ورته لګول شوې يو خو په هغو خلکو کې ځینې مړه يا بهر ملکونو ته تللي ځکه دوی غواړي چې بله کومه اسانه لاره دې ورته جوړه کړي چې دا پېسې دوی ته ورکړی شي.

هغه وويل که په درېو ورځو کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې مسلې يې هوارې ونه شوې دوی به په احتجاج کولو مجبوره وي.

په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (پي ډي اېم ای) ‌وياند احسان داوړ وايي دا وخت د شمالي وزیرستان 15زره200 رجسټرډ کډ‌وال د دوی سره دي او د دوی سره هره میاشت د خوراکي توکيو ترڅنګ د 12زره روپو مالي مرستې هم کيږي.

هغه وويل د زونګ کمپنۍ د انکار له امله دوی کمپني بدلوي او د موبي لنک په نمبر به يې ورکوي په ډېره اسماعيل خان، کرک او بنو کې يې د کمپنۍ سره خبره شوې چې خلکو ته به سم کارډ ويړيا ورکوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د کډوالو بیرته ستنولو ته اداره تیاره ده خو چې نورې ټولې اړونده ادارې دوی ته د بيرته ستنولو اجازه ورکړي.

په شمالي وزيرستان کې نزدې شپږ کاله وړاندې د تندلارو وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي چې له امله يې د سيمې نه د يو لاک څخه زياتې کورنۍ کډوالې شوې وې.

پي ډي اېم ای وايي زياتره کډوال يې بيرته ستانه کړي خو د کډوالو کميټي وايي نه يواځې په پاکستان کې ځای کړی شوي کډوال بلکې افغانستان ته د وزيرستان څخه تللي کډوال دې هم بيرته ستانه کړی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG