لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هرات کې بم چاودنې اته ملکي کسان وژلي


د افغانستان په غربي هرات ولایت کې د بم چاودیدو له امله اته ملکي کسان وژل شوي او اووه نور زخمیان دي.

د هرات د والي ترجمان جیلاني فرهاد وي او ای ته وویل چاودنه د گل، دوشنبې، په ماسپښین په شنډنډ ولسوالۍ کې د یو پټرول سټیشن سره نژدې وشوه.

ښاغلي فرهاد وویل په وژل شوو او زخمیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

مقامي چارواکو ویلي د مرگ ژوبلې شمیره زیاتې دی هم شي.

په سمدستي توگه د بم چاودنې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستې خو په شنډنډ ولسوالۍ کې طالبان شتون لري.

XS
SM
MD
LG