لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د امریکا سره د نوي سره اړيکې پېلول غواړي


د طالبانو په قطر کې ویاند سهېل شاهين ويلي، د امریکا سره د نوي سره اړيکې پېلول غواړي او دا خبره په امریکا اډاڼه لري چې د طالبانو سره به کار وکړي که ونه کړي.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتهوني بلینکن په وروستيو کې ویلي چې امریکا د طالبانو د هغه حکومت سره کار کولی شي چې خپلې ژمنې او زمه وارۍ سر ته ورسوي.

بلینکن ویلي "خو که چرې طالبان خپلې ژمنې سرته ونه رسوي نو بیا به ورسره امریکا همکاري ونه کړی شي".

د وي او اې اردو د خبر ترمخه سهېل شاهين ویلي، امریکا چې په افغانستان کې وه دوی ورسره جنګېدل هغه وخت يې ورسره دښمني وه، خو دوی بيا په دوحه کې خبرې هم وکړې.

هغه ويلي هغه باب اوس ختم شوی او نوی پېل شوی دی.

نوموړي ویلي دا په امريکا انحصار لري چې په افغانستان کې د غريبۍ د ختمولو، د تعليم په برخه، او د افغانستان په ودانۍ کې مرسته کوي که نه کوي.

هغه دا هم ويلي که امریکا په افغانستان کې پانګونه هم کول غواړي نو دوی به يې هرکلی کوي او د يو دوست څخه دغه تمه کېدی شي.

طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او په اووم ستمبر يې بيا خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده.

امریکې د طالبانو په اعلان شوې کابينه اندېښنه څرګنده کړې چې ښځې پکې نشته او ځينې داسې کسان پکې شامل دي چې په تيرو وختونو کې پرې بندېزونه لګيدلي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، 33 کسان چې طالبانو د کابينې اهمو عهدو ته اعلان کړي، لږ ترلږه څلور داسې کسان پکې شته چې د نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي. په دې کې دوه یې معلومداره د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د کورنۍ هغه غړي دي چې د امریکا له اړخه یې په هر یوه باندې د میلینونو ډالرو انعام ټاکل شوی دی.

د بهرنيو چارو ويلي وو، "مونږ روښانه تمه څرګنده کړې چې افغان اولس د يو ټول شموله حکومت حق لري".

امریکا ویلي به دغه تمه هم په ځای ساتي چې طالبان به يقيني کوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد دپاره د خطرې په توګه نه کاريږي او افغان اولس ته به بشري مرستو ته رسايي لري، او نړۍ دا هر څه د نزدې نه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG