لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب الله په اسرایل تر 100ؤ زیات راکټونه داغلي

د لبنان وسله والې ډلې حزب الله داتوار په سهار دشمالي اسرايل په پراخه او ژوره سيمه کې له 100و زيات راکټونه داغلي چې پکې ځينې دحيفا ښار سره نزدې لګيدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه خواوې دڅو مياشتو راهسې دروان تاوتريخوالي وروسته په پراخه کچه دجګړې اړخ ته سميږي.

دنړيوالې خبري ادارې اى پي له مخې تيره شپه دراکټونو لګيدو وروسته په شمالي اسرايل کې دهوايي بريد سايرن غږيدلى چې ورسره دزرګونو په شمير کې خلک پناه ځايونو ته ليږل شوي دي.

داسرايل پوځ ويلي راکټونه د ولسي وګړو داستوګنې دسيمې په لوري داغل شوي وو کوم چې په تاوتريخوالي کې اضافې ته اشاره کوي.

له دې وړاندې په بريدونو کې عسکري هدفونه په نښه کړل شوي وو.

داسرايل دميګن ډيوډ ايډوم په نوم دامدادي خدماتو دادارې وينا ده دوي دهغو څلورو کسانو درملنه کړې چې په ګولې دلګيدو په له امله ژوبل شوي وو .

په ژوبلو کې هغه 76 کلن سړى هم شامل دى چې دحيفا سره نزدې يوې سيمې کريات بياليک کې په معتدل ډول ژوبل شوى و.

د یادې ادارې د وینا له مخې دغلته ودانيو ته زيان رسيدلى او پر ګاډو اور لګيدلى دى.

په سملاسي توګه نه ده په ډاګه شوې چې دغه زيان د راکټ او که د اسرايل دبريدونو دمخنيوي دالوتکې دغبرګون په نتیجه کې رامينځته شوی دى.

دحزب الله له لوري دغه بريدونه وروسته له هغې شوي چې دجمعې په ورځ په بيروت کې داسرايلو په هوايي بريد کې دحزب الله دلوړپوړو مشرانو، يوې ښحې او يو ماشوم په ګډون لږ ترلږه 37 کسان ووژل شول.

تر دې څو ورځې وړاندې د مواصلاتي الاتو دچاودنو په پايله کې دزرګونو کسانو دژوبل کيدو له امله حزب الله ډلې ته سخته ضربه رسيدلې وه.

د اسرايل پوځ ويلي دوي په تير يو شواروز کې په جنوبي لبنان کې دبريدونو يوه چپه ترسره کړې چې پکې دراکټ لانچرو په ګډون دتندلارو 400 مقامات شامل دي.

Municipality workers hang an Israeli flag over a damaged building that was hit by a rocket fired from Lebanon, in Kiryat Bialik, northern Israel, Sept. 22, 2024.
Municipality workers hang an Israeli flag over a damaged building that was hit by a rocket fired from Lebanon, in Kiryat Bialik, northern Israel, Sept. 22, 2024.

داسرايلي پوځ وياند ليفټننټ کرنل نداو شوشاني ويلي دغو بريدونو له دې څخه هم د ستر بريد مخه نيولې ده.

هغه وويل دزرګونو په شمير کې ولسي وګړي په شمالي اسرايل کې د اور په غيږې ته ورلویدلي ، هغوي شپه او اوس سهار هم دبمونو په پناه ځايونو کې تير کړی دى.

دهغه وينا وه "نن مونږ داسې اور وليدو چې په اسرايل کې له وړاندې څخه زيات ژور و "

د اتوار په سهار حزب الله ويلي دوي داسرايل رمات ډيوډ هوايي اډه په لسګونو ميزايلو سره په نښه کړې ده.

حزب الله په ټيلي ګرام چينل پوسټ کړى چې دوي په لبنان داسرايلو د پرله پسې بريدونو په جواب کې عمليات ترسره کړي دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG