لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : مېرمن کلنټن صدر زرداري او وزیراعظم گېلاني سره لېدلي دي


د امريکې دبهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن په دوه دورځنې سفر د پاکستان پایه تخت اسلام اباد ته رسېدلې ده او د پاکستان صدر زرداري او وزیراعظم گېلاني سره یې لېدلي دي.

مېرمن کلنټن پاکستاني مشرانو سره په دوه اړخېزه چارو خبرې اترې کړي دي.
مېرمن کلنټن سره د پاکستان اوافغانستان لپاره د امرکیا صدر اوباما ځانگړۍ استازې رچرډهولبروک او پاکستان کې د امریکا سفېره این ډبلیو پېټرسن هم موجود وو.
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دغه لیدو کتو کې ناست و.
ټاکل شوې ده مېرمن کلنټن به نن د اتوار په ورځ د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني، سره ليدنې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به د گل په ورځ خپل سیال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترڅنگ د پاکستان او امریکا د ترمېنځ کېدونکي سټراټيجيکي خبرو اترو کې د امریکایي د پلوي مشری کوي.
د پاکستان او امریکا ترمېنځ د بهرنیوچارو وزیرانو په کچه کیدونکی سټراټيجيکي خبرو اترو لومړۍ غونډه په واشنگټن کې د سږ کال دمارچ په 24-25 نېټه شوې وه. مېرمن کلنټن تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په درې ورځنې سفر پاکستان ته تللې وه. دپاکستان سفر وروسته به مېرمن کلنټن افغانستان ته ځي او کابل کې د افغانستان په آئنده کیدونکي نړیوال کانفرنس کې به گډون کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG