لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنا رباني کهر : پارليماني سفارشونه دبهرنۍ تگلارې بائبل گڼو


د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهرگ، د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن او د افغانستان خارجه وزیر زلمی رسول
د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهرگ، د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن او د افغانستان خارجه وزیر زلمی رسول

دپاکستان حکومت دا تاثر رد کړى چې امريکې سره داړيکو په وړاندې بوتللو کښې دپارليمان سفارشونه له پامه غورځول کيږي.
د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر دنهې په ورځ اسلام اباد کښې دقومي سلامتۍ په اړه د پارليماني کميټۍ امريکا او افغانستان سره داړيکو دتازه صورتحال څخه دخبرولو وروستو خبريالانو سره خبرو کښې وويل دپارليماني قرارداد سره سم په دوه اړخيزو اړيکو پرمختگ کولى شي.
هغې وويل مونږ په بهرنۍ تگلاره دعمل درامد کولو په مهال دغه سفارشونه خپل بائبل گڼو، دا زمونږ لارښوونه کوي.
حنا رباني کهر وويل امريکا سره اړيکې يو جاري عمل دى او په دې لړ کښې دټوکيو دغونډې په مهال دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن سره دهغې يوه اوږده ليدنه شوې وه او په راتلونکي کښې دنورو دغسې ليدنو هيله ده او دپاکستان دسيکورټي اسټيبلشمنټ استازي به هم ډير زر دامريکا دوره کوي.
د پاکستان دخارجه وزيرې اشاره په ظاهره دپوځ دخفيه ادارې ائي ايس ائي دمشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام په راتلونکو څو ورځو کښې دواشنگټن امکاني سفر لوري ته وه چې پکښې به هغه امريکائي چارواکو سره دنورو چارو ترڅنگ دډرون بريدونو معامله هم راپورته کوي. خارجه وزيرې حنا رباني کهر وويل دډرون بريدونو په اړه دپاکستان په دريځ کښې کوم بدلون نۀ دى رامينځته شوى.
دهغې وينا وه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به داسې وسلې کارول وي چې ددواړو هيوادونو لپاره دمنلو جوگه وي ، کوم داسې څيز چې غيرقانوني او ددغو هڅو لپاره زيانمن وي دهغې اجازت هيڅ کله نۀ دي ورکول پکار.
حنا رباني کهر وويل افغانستان سره په دوه اړخيزو اړيکو کښې د اعتماد بحالي دموجوده حکومت يوه مستقله تگلاره پاتې شوې چې دغه شان دتير وخت تريخوالي او پيچيدگۍ هيرې او دبرابرۍ په بنياد داسې تماسونه جوړ کړل شي کوم چې دخودمختاره رياستونو ترمينځ پکار وي.
هغې ادعا وکړه چې دپيپلز پارټۍ دشريک حکومت دهڅو له امله دخپل مينځي باور په فضاء کښې ښه والى راغلى دی. دپاکستان خارجه وزيرې وويل دا تاثر هيڅ کله سم نۀ دى چې افغانستان کښې دهغوي دهيواد کومه زړۀ پورې ډله موجوده ده يا کومې ډلې ته وده ورکوي.
هغې وويل پاکستان داسې تگلاره نۀ شي زغملى او دهغوي لپاره ټول افغانان يو شان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG