لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د حزب اسلامي ۷۵ بندیان خوشې کړل


افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ۷۵ بندیان چې د افغانستان په زندانونو کې وو، له حکومت سره د سولې د شوي تړون پر بنسټ خوشې کړیدي.

دا د حزب اسلامي د زندانیانو درېمه جوپه ده چې د څرخي پله له زندان څخه په کې ۳۸ او د بګرام له زندان څخه په کې ۳۷ بندیان شامل دي چې هر یو یې په کلونو کلونو په زندان کې پاتې شوی.

که څه هم یو شمېر له دغو بندیانو څخه له حکومت سره په جګړو کې نیول شوي خو یو شمېر نور بیا وايي، چې بې ګناه وو او یوازې د حزب اسلامي د غړیتوب له امله زنداني شوي وو.

یو له دغو خوشې کړی شویو بندیانو څخه مولوي شمس الله نومیږي. نوموړي څلور کاله د څرخي پله په زندان کې تیر کړي. دی وايي نه یوازې دا چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې شوې موافقتنامې ته غاړه ږدي بلکه د سولیز ژوند تضمین هم ورکوي.

ځینو کسانو ادعاء کړې وه، چې د حزب اسلامي په خوشې کېدونکو زندانیانو کې د داعش ډلې جنګیالي هم شتون لري، خو د کورنیو چارو وزارت د زندانونو د عمومي ریاست د اړیکو رئيس جنرال شاه میر امیرپور داسې ځواب لري.

٫٫ د دوی په منځ کې د داعش غړي هیڅ وجود نه لري. دوی هغه کسان دي، چې د داعش له شتون مخکې له مونږ سره محکوم او زنداني وو.٬٬ ‪

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې موافقتنامې د تطبیق ګډ کمیسیون وايي، چې له هر زنداني تضمینونه اخیستل شوي دي.

حزب اسلامي وايي، لا یې هم تر دوه زرو زیات زندانیان په زندانونو کې دي خو بل لورته د ګډ کمیسیون غړي پدې باور دي، چې دا ټول زندانیان به له چاڼ وروسته خوشې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG