لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي او شام په زلزله کې د مړوکسانو شمېره د 23000 نه زیاته شوې


د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د زلزله ځپلې صوبې ادیامان دوره وکړه او دا خبره یې تسلیم کړه پکار ده حکومت په زلزله ځپلو کې امدادي کارونه زر شروع کړی وی
د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د زلزله ځپلې صوبې ادیامان دوره وکړه او دا خبره یې تسلیم کړه پکار ده حکومت په زلزله ځپلو کې امدادي کارونه زر شروع کړی وی

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو کسانو شمېره 23700 ته رسېدلې او زلزلې دلاسه ورانو ودانیو په کنډور کې د ژوندې خلکو د موندل کېدو امیدونه په کمېدو دي.

د جمعې په ورځ د ترکي په جنوبي هتی صوبه کې د تباه شویو ودانیو نه ګڼې شمېر ژوندي کسان راوېستل شوو چې پکې یوه ښځه او د هغې د شپږو میاشتو لور هم شامله وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ترکي او شام د 7.8 او د دې وروسته 7.5 شدت زلزلو ولړزول.

د چارواکو په وېنا په زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېره 23700 ته رسېدلې ده چې په جاپان کې د کال 2011 د زلزلې نه پس د دنیا ورستۍ درنه زلزله ده. د جاپان په زلزله کې قریباً 20000 کسان مړه شوي دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د زلزله ځپلې صوبې ادیامان دوره وکړه او دا خبره یې تسلیم کړه پکار ده حکومت په زلزله ځپلو کې امدادي کارونه زر شروع کړی وی.

هغه وویل که څه هم د دنیا د امداد او د لټون تر ټولو لویه ډله په ترکي کې ده خو د ژوندیو کسانو د لټون کوښښونه هغه شان چټک نه دي څنګه يې چې غوښتنه کېږي.

د زلزلې وروسته صدر اردوان په قامي کچه د اووه ورځو ماتم او په هغو لسو صوبو کې يې د دریو میاشتو د بيړني حالت اعلان کړی چې زلزلې زیاتې ځپلي دي.

بشارالاسد او د هغه مېرمن په لومړي ځل د جمعې په ورځ په حلب ښار کې د زلزله ځپلو خلکو تپوس ته ورغلل
بشارالاسد او د هغه مېرمن په لومړي ځل د جمعې په ورځ په حلب ښار کې د زلزله ځپلو خلکو تپوس ته ورغلل

زلزلې د ته د جواب په سر صدر اردوان او د شام صدر بشارالاسد د پوښتنو سره مخامخ کړی شوي دي.

بشارالاسد او د هغه مېرمن په لومړي ځل د جمعې په ورځ په حلب ښار کې هسپتال ته د زلزله ځپلو خلکو تپوس ته ورغلل.

حلب د شام حکومت په ولکه کې دی او د تېرې یوې لسېزې راهسې خانه جنګۍ ورته د بمبارۍ دلاسه هم سخت زیان رسېدلی دی.

د وي او ای رپورټ وایي په ټېلې وژن لیدل کېږي چې بشارالاسد د زلزلې وروسته د بېړنیو غونډو مشري خو کوي خو نه یې قام ته نېغ په نېغه وېنا کړي او نه یې هم په اړه خبري کانفرنس کړی.

د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ وویل چې حکومت د ملک ټولو علاقو ته د امداد رسولو منظوري ورکړې ده چې پکې هغه سیمې هم شاملې دي چې د شام د حکومت مخالفو باغیانو په قبضه کې دي.

ترکي ویلي کار یې شروع کړی چې د شام د باغیانو په قبضه کې علاقو ته دوه نوي لارې پرانېستل شي.

د زلزلو نه وړاندې خانه جنګۍ دلاسه په شام کې 15.3 مېلن خلکو انساني امداد ته ضرورت لرلو. متحده قومونو وویل زلزلې په شام کې 10.09 مېلین خلک ځپلي دي.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان د جمعې په ورځ وویل په ترکي کې ژوندې خلکو په لټون کې مرستې دپاره يې مامورین او الات تیار کړي دي.

پېنټګان وویل د ترکي په غوښتنه یوه ډله د ترکي په جنوب کې انجرلیک پوځي هوايي‌ اډې ته رسېدلې ده چې کتنه وګوري امریکايي پوځ څه قسمه مرسته کولی شي. امریکا به انجر لیک کې پوځي اډه هم لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي چې کېن برېډ مایر، کرېس هېنس، سلیم سولومن او مېن دوز لیکلی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG