لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نیویارک او ټیکساس کې د وژنو پس کانګرس د وسلو د کنټرول مجوزه قانون منظور کړو


دامریکا کانګرس د جون په اتمه د وسلو د کنټرول مجوزه قانون منظور کړی دی. په ورستیو ورځو کې د هیواد په بفلو، نیویارک او ټیکساس کې د ډزو ناتاره حملې شوې وې.

د وسلو د کنټرول قانون لاندې به د نیم اټومیټک ټوپک اخستلو او ساتلو لپاره د عمر حد له اتلسو کالو په ځای ېویشت کاله وي او څوک به داسې چارجر یا میګزین نشي اخستې چې د پینځلسو څخه زیات کارتوس یا مرمۍ پکې وي.

په قانون کې ویل شوي چې ددې د سرغړونې جرم به تر پنځو کلونو پورې د بند سزا وي.

د ټیکساس ریاست نه د ډیموکریټس استازي ویرونیکا ایسکوبار په دغه موقع وویل:

"د هر چا ژوند ژغورل ګران کار دي، مګر کوښښ خو کولی شو”

مجوزه قانون د 204 په مقابل کې په 223 رایو منظور شو خو داسې نه ښکاري دا به په مکمله توګه قانون جوړ شي.

دا مجوزه قانو وی باید سېنټ هم منظور کړي.

هلته د ډیموکریټس او د ري پبلیکن ګوندونو پنځوس پنځوس سیټونه سر په سر دي.

د قانون لاسلیک کولو لپاره ډیموکریټس د ري پبلیکن لسو ووټونو ته حاجت لري .

XS
SM
MD
LG