لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د سپیکر دپاره جېم جورډن نامزد کړی


شعله بیان جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سخت حمایتي او په کانګرس کې د فریډم کاکس نومې ډلې باني دی
شعله بیان جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سخت حمایتي او په کانګرس کې د فریډم کاکس نومې ډلې باني دی

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د ایوان د سپیکر د چوکۍ دپاره د حکومت مخالف ګوند ريپبلېکن پارتۍ د جمعې په ورځ په خپل منځو کې د ووټونو دلارې جېم جورډن نامزد کړو.

شعله بیان جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سخت حمایتي او په کانګرس کې د فریډم کاکس نومې ډلې باني دی.

ريپبلېکن پارټي په هاوس کې اکثریت لري.

د اوهایو ریاست نه د هاوس دپاره منتخب شوی جورډن به اوس کوښښ کوي چې د اختلافاتو ښکار د هاوس د ريپبلېکن پارټۍ غړي یوځای کړي او اینده هفته د سپیکر د عهدې دپاره ووټونو کې د اکثریت ملاتړ ترلاسه کړي.

د جورډن نه مخکې د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس بل غړي سټیو سکلیس د سپیکر د چوکۍ دپاره د نامزدګۍ په مقابله کې شامل شوی و خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حمایت په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ په سبب یې مقابلې نه د دستبردارۍ اعلان وکړو.

د هاوس د سپیکر چوکۍ د ریپبلېکن پارټۍ د کېون مېکارتي د لرې کېدو نه پس خالي شوې ده.

د امریکې په تاریخ کې دا وړمبی ځل دی چې د کانګرس غړو د ووټ دلارې د هاوس سپیکر د چوکۍ نه لرې کړو. د مېکارتي د لرې کېدو دپاره د هغه د پارتۍ همکارانو د هغه خلاف ووټونه ورکړل.

داسې ګڼل کېږې چې د جورډن په مقابل کې به واک ډېموکرېټېک پارټی د نیویارک نه د هاوس غړی حکیم چېفریز د سپیکر د چوکۍ دپاره نامزد کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG