اسرایل په خپله خاوره د تېرې هفتې د حماس حملې د اسرایل ناین الېون واقعات بلي. د حماس هغه خفیه کمانډر محمد الضعیف چې د حملو د سازش مشر ګڼل کېږي په اسرایل بریدونه د الاقصا سېلاب په نامه یادوي.
الضعیف اسرایل ته مطلوب ترین تن دی. د هغه د وژلو دپاره اسرایل اووه حملې کړي خو هغه هر ځل ژوندی وتلی. په هغه ورستۍ حمله په 2021 کې شوې وه.
هغه په عامو ځایونو کې ډېر نه لیدل کېږي او تقریر هم هر وخت نه کوي. نو ځکه چې د خالي، شنبې، په ورځ د حماس ټېلې وژن اعلان وکړو چې الضعیف به وېنا کوي نو فلسطینیانو ته معلومه شوه چې څه اهم پرمختګ کېدونکی دی.
د خالي په ورځ چې حماس د غزه نه په اسرایل په زرګونو راکټونه ورول، الضعیف په اډیو پېغام کې وویل د حماس حمله په یروشلم کې په الاقصا جومات د اسرایل د چاپو بدل دی.
د حماس سره نږدې د سرچېنې ترمخه، الاضعیف د 2021 د می په میاشت کې په الاقصا د اسرایل د چاپې نه پس په اسرایل د تازه حملې منصوبه سازي شروع کړه.
د سرچینې ترمخه دا حمله د هغه منظرونو وډیوز راپارولې چې په کې لیدل کېږي چې اسرایلي ځواکونو د روژې په میاشت کې په الاقصا جومات یرغل وکړو، خلک یې ووهل، په خلکو حملې وشوې او سپین ږېږي او ماشومان د جومات نه راښکل شوو. " دې هرڅه دا غصه راپارولې."
په الاقصا یرغل د اسرایل او حماس ترمنځ جګړه هم راپارولې وه چې 11 ورځې یې دوام لرلو.
د خالي په ورځ په اسرایل د حماس حمله په کال 1967 کې د عرب اسرایل جنګ نه پس د اسرایل په خاوره تر ټولو لوی یرغل دی.
اسرایل د حماس د حملو په جواب کې د جنګ اعلان کړی او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې وویل چې ځواکونه یې په غزه د ځمکني عملیاتو دپاره تیاری نیولی دی.
د امریکې صدر جوبایډن اسرایل سره د کلک ملاتړ اعلان کړی دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسرایل د حماس د حملې په اړه قوم ته خپل تقریر کې وویل حماس چې کوم خلک یرغمل کړي او ګواښ کوي چې وبه یې وژني،دا به د هر ډول انساني اخلاقو د تګلارې سرغړونه وي، "د حماس دا وحشت او وینو ته تنده د داعش زښته زیات وحشت را یادوي."
الاضعیف په خپل اډیو پېغام کې وویل "نن د الاقصا، زمونږ د خلکو او د قوم قهر په چاودېدو دی. زمونږه مجاهدینو نن د ستاسو ورځ ده چې دښمن په دې خبره پوه کړئ چې وخت یې نور نه دی پاتې."
تراوسه د الاضعیف درې تصویران لیدل کېږي: یو د هغه د 20 کلنۍ د وخت تصویر دی، په بل کې د هغه مخ پټ په ماسک کې پټ کړی دی او په دریم تصویر کې د هغه سیوری لیدل کېږي. د اډیو پېغام سره د هغه د سیورې تصویر نشر کېدو.
د الاضعیف درکه نه معلومېږي خو ګمان کېږي چې هغه زیاتره وخت د غزې دلاندې د حماس په څمڅو کې وي.
د اسرایل یوې امنیتي سرچینې وویل الاضعیف په اسرایل د تازه حملو په سازش او عملیاتو کې نېغ په نېغه ککړ و.
حماس ته نږدې سرچینې وویل په اسرایل د حملې فېصله الاضعیف او په غزه کې د حماس مشر یحیا سېنوار په مشترکه توګه وکړه خو د حملو معمار الاضعیف ګڼل کېږي. الاضعیف د حماس د مسلح څانګې القاسم بریګېډ مشري هم کوي.
د حملو په تیاری کې د سېنوار او د الاضعیف د لاس په اړه سرچینې وویل چې "مازغه دوه دي" خو د سازش مشر یو دی. په اسرایل د حملې په اړه حماس ډېر کم مشران خبر وو.
د حماس د نظر په اړه معلومات لرونکي یوې سیمه اییزې سرچینې چې وویل په اسرایل د حماس د حملې په اړه رازداري دومره زیاته وه چې په اړه یې ایران هم مکمل معلومات نه لرل. ایران حماس سره د پېسو او د وسلو مرسته کوي او وسله والو ته يې هم تربیت ورکوي. سرچینې وویل ایران ته فقط په سرسري ډول معلومه چې حماس د لویو عملیاتو منصوبه سازي کوي خو چې دا به کله کېږي او نور تفصیلات یې ایران ته نه وو معلوم.
په اسرایل د حملو په اړه په ځینو مطبوعاتي رپورټونو کې د ایران د ککړتیا خبره کېدله.
د ایران روحاني مشر ایت علي خامنايي د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسرایل حملو کې د ایران د ککړتیا خبره رد کړه. واشنګټن ویلي تهران په حملو کې شریک و خو داسې څه استخباراتي معلومات نه لري چې د حماس په حملو کې ایران په مستقیم ډول ککړ دی.
د حماس د خارجي تعلقاتو د څانګې مشر علي بقره وویل په اسرایل د حملې دپاره یې دوه کاله تیار کړی و.
الاضعیف په خپل اډیو پېغام کې وویل چې اسرایل ته یې په وار وار خبرداری ورکړی و چې د فلسطینیان په ضد دې جرمونه بند کړي، فلسطیني قېدیان دې ازاد کړي او فلسطینیان دې د خپلو ځمکو نه نه محرومه کوي.
الاضعیف وویل حماس د نړیوالې ټولنې نه هم غوښتنه کړې چې د "قبضې جرمونه" دې ختم کړي خو د هغه په قول اسرایل راپارول دوامداره ساتلي دي. هغه دا هم وویل چې په ماضي کې حماس اسرایل ته تجویز ورکړی و چې د انساني خواښوږۍ په بنیاد دې قېدیان ازاد کړي خو دا وړاندیز مسترد کړی شو.
الاضعیف په 1965 کې د فلسطینیانو په خان یونس مهاجر کېمپ کې زېږېدلی و. وړمبی نوم یې محمدمصري و. په 1987 کې د اسرایل خلاف د فلسطینیانو د پاڅون په مهال هغه حماس کې شامل شو.
په 1989 کې هغه اسرایل ونیولو او 16 میاشتې د قېد وروسته ازاد کړی شو.
هغه د چاودېدونکو مواد ماهر ګڼل کېږي. وېل کېږي چې د حماس د څمڅو جال هغه تیار کړی دی.
هغه د لسیزو راهسې د اسرایل تر ټولو مطلوب تن دی او په ځانمرګي حملو کې د ګڼ شمېر اسرایلیانو د وژل کېدو ذمه واري بلل کېږي.
په زارداۍ کې وخت تېرول د الاضعیف دپاره د مرګ او د ژوند خبره ده. د اسرایل په یوه قاتلانه حمله کې الاضیعف یوه سترګه ضایع شوې او په پښه سخت زخمي شوی و.
په کال 2014 کې په اسرایلي هوايي حمله کې د هغه ښځه، د اووه میاشتو زوی او درې کلنه لور وژل شوي دي.
دې حقیقت چې الاضعیف نه یوازې ژوندی پاتې دی بلکې د حماس د مسلح څانګې مشري هم کوي، د هغه د فلسطیني ولسي اتل جوړ کړی دی.
په وډیوز کې د الاضعیف مخ پټ وي او یا د هغه سیورې لیدل کېږي. د حماس ته نږدې سرچینې ترمخه هغه د سمارټ فونو په شان نوي ټېکنالوجي نه استعمالوي. سرچینې وویل الاضعیف په سیورې کې اوسېدونکی تن دی چې د چا په لاس نه ورځي.
Forum