لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي وايي هېواد يې ژمن دی چې افریقايي ملکونو سره د 55 بيلين ډالرو مالیت مرسته وکړي


د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن په واشنګټن کې د امریکايي ملکونو د سر مشرانو غونډې ته وېنا کوي. دغه غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوه
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن په واشنګټن کې د امریکايي ملکونو د سر مشرانو غونډې ته وېنا کوي. دغه غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوه

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سولېوان ويلي هېواد يې ژمن دی چې د افريقايي هېوادونو سره د 55 بيلين ډالرو د مرستو لوظ پوره کړي. د امنيت سلاکار دا وينا په واشنګټن کې د 50 لوړ پوړو افريقايي پلاو يوې غونډې ته کړې.

هغه ويلي “امريکا به په راروان درې کاله کې 55 بيلين ډالره د افريقايي هېوادونو په مهمو سيکټرونو کې لګوي چې د موجوده دور د ضروتونو مقابله وکړی شي”.

سولېوان وويل “دا ژمنې د امريکا د اوږد محاله قيادت او ملګرتيا په ترڅ کې په افريقا کې د ترقۍ، اقتصادي پرمختيا، صحت او امنيت په برخو کې کيږي. څومره څومره چې غونډه غځيږي دومره دومره به درته مونږ نور تفصيلات وړاندې کوو”.

د وي او ای د يوې پوښتنې په ځواب کې سولېوان وويل دا پيسې د افريقايي هېوادونو د روس په اوکرين د يرغل د غندلو د شرط سره نه دي تړلې شوې. په مارچ کې په اوکرين د روس د يرغل د غندلو د ووټ اچولو نه 17 افريقايي هېوادونو ډډه کړې وه.

هغه وويل “مونږ د چا په سر پورې ټوپک نه نيسو. مونږ د زغم نه کار اخلو او په دوامداره توګه د نړۍ هر هېواد ته وايو چې د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي کونکو په اړه خپل غږ پورته کړي. مونږ د دې غونډې په موقع د پرېکړو په اړه کوم شرط نه ږدو.

خو د مالي چارو د څار ادارې وايي دا د ډالرو غټه ژمنه د هغې 88 بيلين ډالرو په مخ کې تته ده کوم چې د افريقايي براعظم نه هر کال په پټو لارو او جعلي کمپنيانو په نومونو په غير قانوني توګه اوځي او په بهر ملکونو کې پرې جايداونه اخستل کيږي لا په کاروبارونو کې لګول کيږي.

د فاينانشل اکاونټيبيليټي اينډ کارپوريټ ټرانسپيرنسي کواليشن ډايکټر اين ګيري وايي “که په تازه شمېرو نظر واچوئ نو د صحرايي افريقا د پاره د امريکا مرستې بدليږي رابدليږي لکه د مثال په توګه د کال د 6.5 بيلين نه 7.5 بيلين ډالره”.

ګيري وويل “په بل اړخ افريقا د غير قانونه پيسو په وتلو ډېر بايلاد کوي. دا ضروري ده که غواړئ چې د افريقا ترقي وشي، اقتصاد يې ښه شي، که غواړئ چې افريقا د موسمي بدلون او د قرضو د ستونزو نه اوځي نو مونږ له د امريکايانو په حيث پکار ده چې د افريقايي هېوادونو مرسته اوکړو چې په مشکلاتو قابو ومومي”.

سولېوان ويلي غونډه به د زيارت/پانچ شنبې پورې روانه وي چې په پايله کې به يې د افريقايي پلاو د غړو يو خصوصي ټولګی د ولسمشر جو بايډن سره ناسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG