د روان کال د جنورۍ په سر کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د بدخشان ولایت په حقله په پاکستان او هند کې په سوشل میډیا باندې دعوې کېدلې چې د پاکستان پوځونه واخان ته ننوتل او پوستې یې جوړې کړي، خو په کابل کې طالب چارواکو دغه ادعاوې دروغ بللې.
یو وخت خو د طالبانو د دفاع وزیر ملامحمد یعقوب یوې غونډې ته په خپله وېنا کې وویل چې په رسنیو کې د واخان په حقله خبرې کیږي خو واخان د افغانستان د پاره د سر حثیت لري. وایي ترڅو چې سرونه ورپورې وي د افغانستان دا سر به خوندي وي.
وډیولنک ملا محمد یعقوب
د دې په ځواب کې د پاکستان خارجه وزارت هم وضاحت وړاندې کړو چې د پاکستان د پوځي ځواکونو په واخان کې د موجودګۍ رپوټونه هیڅ حقیقت نه لري.
همدې ورځو کې په تخار ولایت کې د داعش له اړخه د یو چینايي د مرګ روستو چین هم په افغانستان سخت ګواښونه کړي دي چې په دې سیمه کې دې د ترهګرو ډلو په ضد سخت ګامونه پورته کړي.
څېړونکي وايي چې د چین غټو پروژو له پاره دا سیمه ارزښت لري.
واخان څومره اهمیت لري؟
د افغانستان ولایت بدخشان سیمه واخان په خطه کې یو مهم مقام لري. دې ته په پښتو کې د واخان دهلیز او په درې ژبه کې دالان واخان هم وايي. واخان ۳۵۰ کیلومیټره اوږده او د ۱۶ نه تر ۶۴ کلومیټرپورې پلنه علاقه ده. دا د تاجکستان، چین او پاکستان سره شریکه پوله لري. په ځانګړي توګه دا د چین سره ۵۰ میله نه سیوا پوله لري.
د 1763م کال کې په دراني سلطنت کې دا علاقه د روس نه د افغانستان لاس ته راغلې وه، خو ولې 1893م کال کې د ډیورنډ د تقسیم په وخت د دې باقاعده پوله راښکلې شوه.
د چین دا هڅه ده چې د واخان او بدخشان د لارې افغانستان، ایران، خلیج او یورپ ته ځان ورسوي. د بدخشان تاریخ په حقیقت کې د دریو نړیوالو طاقتونو تر مینځ د لویې لوبې تاریخ دی.
د پاکستان د جوړیدو نه ډیر وړاندې چې په هند کې د برطانیې عملداري وه نو دا فیصله یې کړې وه چې د پښتنو په شان بدخشان به هم د روس، چین او هندوستان په منځ کې د بفرزون کردار ادا کوي. دې سیمې ته ځايي خلک پامیر وايي او دا تر چترال او ګلګت پورې ثقافتي تړون لري.
په دې لړ کې په 1880ء م کال کې پیرنګي مېجر جان بډلپ یو محقق منشي عبدالرحیم بدخشان ته لیږلی وو چې پیرنګیانو ته پوره پوره معلومات راوړي. منشي عبدالرحیم د بدخشان د تګ نه ورستو یو رپورټ تیار کړو.
په هغه رپوټ کې وايي چې په بدخشان کې اکثریت د اسماعیلي شیعه مسلک خلک دي او دوي د “کلام پیر” نومي کتاب باندې ډیر یقین لري خو ولې دا کتاب پټ ساتي. لیکوال منشي عبدالرحیم پہ خپل رپورټ “د بدخشان سفر: د بدخشان او واخان رپورټ” کې لیکي:
“دلته تاجک غټ قوم دی، ترک هم دي چې په علي مغل، چونګ، کلتتې، چوپوهي مغل، چرګوهي مغل، یاک مغل، اوتراوچي، کلاغ، بارلوچ او سرايي قبیلو کې تقسیم دي. دلته ازبک هم شته او هزاره هم شته.”
هغه لیکي چې چه دلته د برطانیې او کابل دواړو کرنسي چلیږي او خلک د برطانیي غوندې حاکمان غواړي.
عکس د کتاب :بدخشان او واخان سفر منشي عبدالرحیم 1980ء
ددې نه معلومیږي چې دغه وخت په دغه سیمه د برطانیې څومره نظر وو.هم دغه وجه وه چې د کم استعمال باوجود روس دلته د بدخشان مرکز فیض آباد کې هوايي ډګر جوړ کړی وو. نن صبا په دې سیمه د چین نظر دی.
په واخان بدخشان د چین نظر
په دې سیمه تحقیقاتي ادارې «دي سنټرل ایشیاء کاکسس اینالسټ» د نومبر 2024ء په ګڼه کې د چین له خوا د واخان د لارې په افغانستان کې د تګ په لاره تحقیق وړاندې کړی شوی دی.
رپورټ وايي چې هر کله د طالبانو نایب وزیراغظم د جنوري په دویمه نیټه د 2024ء م کال اعلان وکړو چې چین او افغانستان به اوس د بدخشان د لارې تګ راتګ ته سړک جوړوي نو اوسه پورې دغه څه کم ۵۰ کلومیټره سړک باندې ۴۰ فیصدي کار شوی دی.
په دغو سیمو کې د تجارت نه خبر د سرحد چیمبر آف کامرس د منځنۍ اېشیاء د کمېټۍ غړی شاهد خان وايي، چین کوشش کوي چې د سیپېک سره په دې سیمه کې بله د تګ لاره هم جوړه کړي. وایي چین د بلټ اینډ روډ اؤ سيپیک د پاره دې سیمه کې خاص دلچسپي لري.
په یوه ځانګړې مرکه کې شاهد خان وي او اې ډیوه ته وویل، چین غواړي د افغانستان سره په واخجیر پاس د واخان د لارې فیض آباد او کابل ته اؤ بیا د کابل نه منځنۍ اېشیا او ایران ته لاره جوړه کړي. او بیا د ایران نه یورپ او عربو هیوادونو ته ځان اورسوي.
وډیو لنک شاهد خان
د پاکستان او تاجکستان د بدخشان د لارې هڅې
په تاجکستان کې د تاجکستان پاکستان بزنس یونټي صدر نعیم خان وايي، د تاجکستان او پاکستان د مودو راهسې دا هڅې روانې دي چې د تجارت د پاره نزدې شي. وایيپه دې لړ کې ورته د تاجکستان صدر امام علی رحمان هر وخت سترګې په لار دی.
وي او اې ډیوه ته نعیم خان وویل چې دا ګرانه خبره نه ده چې د واخان د غاړې تاجکستان او پاکستان نزدې شي. وایي ددې نه به د شمالي پښتونخوا د پښتنو ورځ بدله شي، د پرمختګ لارې خو به خلاصې شي خو ورسره به افتصادي خوشالي راشي.
د نعیم خان په وینا د افغانستان ګټه به داسې شي چې نه صرف د ټرانزټ یوه بله لار به جوړه شي بلکې بدخشان به آباد شي او د افغانستان مالیو کې به زیاتوالی راشي. هغه وویل:
“لږسوچ پکار دی چې په هفته کې به د کراچۍ نه مال دوشنبې ته رسي او بیا تر ماسکو یو بهترین ټرانسپورټي نظام دی. بل دا چې صرف تاجکستان نه بلکې یو اړخ ته کرغزستان او قزاقستان او بل اړخ ته ازبکستان او ترکمنستان ته رسايي کېدی شي. بل دا چې بدخشان، چترال، دیر نه تر مالاکنډ پورې تاجکستان د بجلۍ مسئله حل کولی شي.”
په بدخشان کې د داعش موجودګي او د چین ویره
سره ددې چې بدخشان په افغانستان کې د جنګ نه تر ډېره حده لرې پاتې شوی دی خو ولې بیا هم دلته د اهل تشیع سره د سلفي مکتبِ فکر منونکي هم وجود لري او دا سلسله د پاکستان تر ګلګت پورې یوه لړۍ ده. داعش خراسان په بدخشان کې د ځینو عملیاتو ذمه واري هم اخستې شوې ده.
په جون 2023م کال کې په یو برید کې داعش د بدخشان والي نثار احمد احمدي وژلی وو. تېر کال 2024م د مې په مياشت کې د بدخشان په ستر ښار فیض آباد کې داعش د 10 نه د سېوا طالب وسله والو د وژنې دعوه کړې وه او طالبانو د دې پېښې تصدیق کړی وو.
د جنورۍ میاشتې په ۲۲مه د بدخشان سره سم په تخار ولایت کې یو چینايي ووژل شو نو هم داعش ډلې دا پړه په غاړه واخسته.
په دې د چین د وزارت خارجه له خوا ډېر سخت بیان راغی. د چین وزارت خارجه ویاند ماؤننګ په خپل بیان کې وویل چې مونږ د دې برید له وجې په صدمه کې یو او دغم په حالت کې یو. مونږ ددې سخته غندنه کوو. ویاند ویلي وو:
“مونږ سنجیده احتجاج افغانستان ته کړی دی او غوښتنه مو ترې کړې ده چې د دې پېښې دې تحقیقات وشي او په دې کې د ککړو خلکو سره دې انصاف وشي. مونږ غوښتنه کړې چه د ای ایس ای ایس (داعش) اي ټي آی ایم او نورو تره ګرو ډلو چې ملګرو ملتونو ترهګر ځولي دي په ضد دې کوټلې ګامونه پورته کړل شي”.
وډیولنک ماؤ ننګ
د چین د پاره د بدخشان سټراټیجکي اهمیت څومره دی؟
بدخشان په دوو برخو کې تقسیم دی. یو ته ګورنو بدخشان وایي کوم چې د تاجکستان برخه ده چې په ګورنو بدخشان یادیږي ولې دویمه برخه یې په افغانستان کې ده.
په انټرنیشنل اسلامي یونیورسټې کې د نړیوال سیاست او اړیکو څېړونکی ډاکټر منظور خان افریدی په دې سیمه کې د چین په پرمختګ ځانګړی نظر لري. وي او اې ډیوه ته یې وویل چې د دې سیمې اهمیت د نولسمې پېړې نه موجود دی چې کله روس افغانستان ته راغلو نو تاجکستان د کمیونسټ روس برخه وه اؤ د افغانستان بدخشان ته راتلو سره د چین ویره پیدا شوه.
د افریدي په وینا واخان د چین سنکیانګ صوبې سره پوله شریکوي او چین ته ددغې لارې نه ددې نه خطر وو. چین په شانګهائي کوواپریشن آرګنائيزیشن کې تاجکستان، پاکستان او نور د منځنۍ ایشیا هیوادونه هم ددې دپاره شامل کړي دي چې د بدخشان د لارې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
ډاکټر منظور افریدي زیاته کړه چې دا د ټولو په ګټه ده. د چین بلټ اینډ روډ اینیشيټیو یعني بي آر ای د لاندې چین پاکستان اکنامک کوریډور منصوبه کې د بدخشان اؤ پاکستان ډیره مهمه برخه ده.
د ده په وینا افغانستان د شنګهايي آرګنائزیشن مبصر دی خو ولې د تاجکستان پاکستان ټرانزټ ټریډ لاس لیک د لاندې د بدخشان د لارې دواړو هیوادونو سره کومک کولی شي.
بل اړخ ته د کرغزستان، تاجکستان اؤ پاکستان مینځ کې چې د سنټرل ایشیا، ساؤت ایشیا اکنامک کوواپریشن د لاندې “هزار توانائي” منصوبه تیاره ده د بدخشان دلارې دامنصوبه هم تر سره کېدی شي، خو وایي دې لړ کې په دې سیمه کې قلاري پکار ده. ډاکټر منظور افریدي وویل:
“کہ چرې په دغه سیمه کې څه داسې حالات پیښیږي چې سلامتۍ ته خطرجوړیږي نو چین، افغانستان، پاکستان، تاجکستان او ټوله منځنۍ ایشیا ته د بي آر آی، سیپېک پراجیکټ، شانګهائي کوواپریشن او دې ټولو منصوبو ته خنډ جوړېدی شي.”
آډیو-غګ:ډاکټر منظور آفریدی
پہ دغہ سیمہ کہ د روانو چارو څېړونکي وایي چې په راروان وخت کې به د افغانستان سیاسي شخړې او د امنیت وضع خرابیږي نو په دې سیمه کې به ددې اثرات رابرسېره کیږي. دغه وجه ده چې چین او تاجکستان په دغه سیمه کې د امنیت په اړه سخت دریځ خپل کړی دی.
Forum