لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو فېصلې افغانستان ته څومره تاوان رسولی شي؟


د فروزان په وینا افغانان پدی حالاتو ډېر تنګ ښکاري او 90 فیصد افغانان په څه نه څه طریقه د وطن نه وتل غواړي
د فروزان په وینا افغانان پدی حالاتو ډېر تنګ ښکاري او 90 فیصد افغانان په څه نه څه طریقه د وطن نه وتل غواړي

د افغان مېرمنو د حقونو یوې فعالې ویلي داسې ښکاري چې په افغانستان کې د خلکو صحت، لوږه، روزګار او اقتصادي مسلې ترجیحات نه بلکې د ښځو حجاب او پرده تر ټولو لومړۍ مسله ده.

دا خبره په لندن کې مېشت د افغان ښځو د حقونو فعالې فروزان رسولي د وي او ای ډیوه په هېلو وي او ای پروګرام کې وکړه.

فروزان رسولي زیاته کړه افغان ښځي خو وړاندې نه د پردې سخته پابندي کوي خو د بدقسمتۍ سره بیا هم دغه موضوعاتو ته لمن وهل کېږي.

د فروزان په وینا د طالبانو پدغه فرمان کې چې دوی د ښځو دپاره په کومه طریقه د مخ پټولو امر کړی په شرعي او اسلامي لحاظ هم ملاتړ نه لیدل کېږي بلکې په نړیواله کچه عالمان او دیني مشران هم وايي چې د ښځې لاسونه او مخ ،،عورت،، یا ښځه نه دي.

فروزان د پخواني افغان مجاهدینو مشر او سیاست مدار ګلبدین حکمتیار په اړه وویل چې هغه هم دا خبره کړي وه خو هغې اویل، طالبان بیا هم غواړي چې ښځي دي نه یوازي لاسونه او مخونه پټ کړي بلکه د کوره دي هم د ضرورت نه بغېر بهر نه راوځي. فروزان رسولي اوپښتل اوس چې وخت او زمانه بدله شوي نو ګنې طالبان غواړي چې د ښځو اجتماعي ژوند دي ختم کړی شي؟ ،،معلومېږي چې طالبان ښځي د تیارو وخت ته بوتلل غواړي. د طالبانو دی قسمه فېصلو افغانان او په خاصه توګه افغانې ښځي ډیري مایوسه کړي دي."

مېرمن رسولي وویل د اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو د و وتلو او د طالبانو د واکمنېدو نه پس چې طالبانو کوم لوظونه کړي وو په بنیاد یې امید کېدلوچې طالبان به د پخوا په شان چلند نه کوي " خو د جینکو د تعلیم او اوس دغه قسمه فرمانونو ټولې طمعې ختمي کړی."

د فروزان په وینا افغانان پدی حالاتو ډېر تنګ ښکاري او 90 فیصد افغانان په څه نه څه طریقه د وطن نه وتل غواړي.

د ښځو دپاره په تېرو 9 میاشتو کې د طالبانو لخوا وخت په وخت جاري کېدونکي فېصلې به په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت د پېزندلو کوششونو ته څومره ځیان وارسۍ؟ پدی حقله په نیویارک کې د وي او ای ډیوه څېړنکار جهانګیر خټک وايي ملګري ملتونو په فوري د دې غندنه او د نورو ملکي مشرانو لخوا هم پدی حقله سخت غبرګون ښودلی چې د طالبانو دا رویه به نه منل کېږي ځکه چې دا د طالبانو د خپلو ژمنو نه پرشا کېدل دي کومې چې يې د نړیوالو مشرانو سره کړي وې او د دې اثر به نه یوازي په طالبانو بلکه په افغانانو ډېر بد وی.

جهانګیر خټک زیاته کړه په تېرو نهو میاشتو کې یو ملک هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

په افغانستان کې دننه پخپله افغانان د طالبانو د فېصلو یا امرونو نه څومره خوشاله دي؟ پدی حقله افغان خبریال حزب الله خان وویل، په تېرو شلو کالو کې د افغانستان په خلکو او په خاصه توګه ځوانانو کې ډېر بدلون راغلی دوی تعلیمونه وکړل او سوچ يې ډېر بدل شوی ځکه دوی اوس د طالبانو فېصلو ته د پخوا به شان سر نه تسلیموي خو په افغانستان کې د طالبانو د راتلو نه پس د اظهار ازادي هم ختمه شوي ده.

،،په افغانستان کې ټوله میډیا د طالبانو په کنټرول کې ده. دوې د طالبانو په ټاکلي تګلاره روان دي. د بهر ملکونو زیاتره خبریالان هم د طالبانو د راتګ پس هلته نه وتلي دی. او یوازي تر د کابل پورې محدوده دي. په سوشل میډیا باندې هم که څوک خبره کۍ نو د طالبانود غضب او تشدد سره مخ کیږي .د طالبانو دی قسمه فېصلو باندې په خلکو کې غم او غصه ډېره زیاته د خو د خلکو سره د اظهار هیڅ لاره نشته. او زیاتره د یرې دلاسه غلي پاتي دي،،.

حزب الله خان دا هم زیاته کړه، یو عام تاثر په عالمي کچه دا هم جوړ شوی چې طالبان دا قسمه فېصلې چې په خاصه توګه د ښځو په حوالې وي د نړیوالې میډیا توجو حاصلولو دپاره کوی. دهغه په وینا، چې کله طالبانو سرکاري ادارو کې کار کونکي لږترلږه یو لک افغان ښځي د روزګارونو نه لري کړې نو په عالمي میډیا کې په دې ډېر بحثونه وشول او د ځینې ملکونو سفاراتکارانو تر دی حده وویل چې د طالبانو سره د ښځو د حقونو په معامله یوه راضي نامه پکار د چې وکړی شي.

هغه د عالمي ټولنې نه وغوښتل چې د طالبانو دپاره دي خپلې پالیسیاني نوری هم سختی کړي.

څېړونکي تشویش څرګندوي چې په افغانستان کې طالبانو د واکمنېدو نه پس د ښځو په حقله د طالبانو سخت درېځه سوچ به هم د افغانستان پورې محدود نشي پاتې خو د پېښور یونیورسټۍ د جېنډر سټډیز یا د صنفې مطالعې څانګې مشر پروفېسر دروېش افریدي داسې نه ګڼي.

ښاغلي افریدي وايي تر اوسه پورې د افغانستان ګاونډي ملکونو هم طالبان په رسمیت نه دي منلياو دا ښایي چې د سیمې ملکونه د طالبانو د سخت درېځه پالیسو یا سوچ سره موافقه نه دي. بله دا چې وس وخت او حالات بدل دي.

دروېش افریدي زیاته کړه، دا وخت د سعودي عرب په شان ملک هم ځان بدل کړی او ښځو ته يي په ټولنه کې زیات ځای ورکړی دی.


  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG