لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي: د پاکستان ریاست دې د ګلالۍ اسماعیل د کورنۍ ځورونه پریږدي


پاکستان کښې د بشري حقونو خپلواکه کميسون يا هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان د هیواد امنیتي ادارو لخوا د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کونکې ګلالۍ اسماعيل کورنۍ په ځورورلو اندېښنې څرګند کړي دي او د پاکستان رياست نه يې غوښتنه کړې چې د مدني ټولنې د فعالينو حفاظت دې یقيني کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په خپل یو بیان کې ویلي ګلالۍ اسماعيل په ګرد پاکستان، په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو سرغړونو په سر اواز پورته کولو او د رياستي ادارو لخوا د دوي په ځورولو باندې اندېښنې لري.

د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفيسر اسماعيل وي او ای ډیوه ته ويلي لور يې د جون میاشتې د دوېشتمې نېټې نه بې درکه ده او دوي سره يې هيڅ معلومات نشته. نوموړي ویلي بيا هم رياستي ادارې وخت په وخت د دوي کور ته ورځي او دوي ځوروي.

د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفیسر اسماعیل څو ورځې وړاندې په تويټر تور لګولی چې په ساده جامو کې د پوليسو او امنیتي ادارو کسانو د دوي په کور چهاپه وهلې، دوي ي ځورولي او ورته يې دهړکې هم ورکړي.

د پروفیسر اسماعیل د دغه څرګندونو وروسته د بشري حقونو خپلواکه کميسون د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې چي د مدني ټولنې فعالينو حفاظت دې يقيني کړي.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفيسر اسماعيل زیاته کړې چې د استخباراتي ادارو خلک هره ورځ په اسلام آباد کښې د دوي کور ته ورځي او بې ځايه تپوسونه کوي. نوموړي ویلي که د دوي کوم ميلمه هم دوي کره وي نو دغه خلک ترې پوښتنې کوي او دهړکې هم ورکوي.

پروفيسر اسماعيل ویلي دوي دې ته تيار دي چي د لور د بې درکۍ لپاره قانوني خواست جمع کړي خو دوي ته نه ده معلومه چې ګلالۍ اسماعيل يې چرته ده.

د ګلالۍ اسماعيل پرضد پوليسو هغه وخت د ترهګرې قضیه درج کړې وه کله چي په اسلام آباد کښې د مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنې ماشومې فرشته مړې موندل شوې وو.

د فرشته کورنۍ په پوليسو تور لګولی وو چې د لور د لټون په وخت پولیسو بې غورې کړېې ده. ګلالۍ اسماعيل د فرشتې د وژنې وروسته د پاکستان په ریاستي ادارو سختې نیوکې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG