لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په سکولونو ترسره شوو بریدونو پلټنې دې وشي: اېچ ار سي پي


په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه کمېشن یا اېچ ار سي پي د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې په شمالي وزیرستان د جېنکو په سکولونو ترسره شوو تازه بریدونو پلټنې دې وکړي.

د اېچ ار سي پي ترمخه د روانې میاشتې په ۷ او ۸ نېټه د پاکستان قبایلي سېمې شمالي وزیرستان کې د جېنکو په دوو سکولونو د تندلارو لخوا بریدونه ترسره شوي وو چې پکې دغه سکولونو ته زیان رسیدلی.

اداره د سېمې د خلکو د خلې وايي دغلته د یوې جنګیالۍ ډلې لخوا پمپلټونه هم خپاره شوي چې پکې ځايي خلکو ته د پیغلو جینکو سکول ته د نه لیږلو وینا شوې ده.

د اېچ ار سي پي مشر ډاکټر مهدي حسن وي او ای ډیوه ته د دغو پېښو په اړه وايي، د سېمې ځايي انتظامیه د دغو پخلی نه کوي خو ځايي خلکو په سیمه کې د جنګیالو په دغه شان کاروایانو اندېښنې ښودلې.

ډاکټر مهدي حسن زیاتوي: ٫٫ مونږ د پاکستان حکومت نه غوښتنه کوو چې د جنګیالو مخه دې ونیسي، په دغه سیمه کې دې قانون پرځاې شي او امنیت دې ټینګ کړی شي.٬٬

د ډاکټر مهدي حسن په وینا طالبان او نور وسله وال د همیش نه د تعلیم پرضد دي ځکه دوي د تعلیم او د خلکو د پوهې نه ویریږي ځکه بیا سکولونه په نخښه کوي او زده کونکي په حدف کوي.

په پاکستان کې د تعلیم د پرمختیا لپاره کارکونکې یوې غیر دولتي ادارې (الف اعلان) تر مخه د پاکستان قبایلي سیمو کې ۷۵ سلنه جېنکۍ د سکولونو نه بهر دي. او د ترهګرۍ لکبله په دغه قبایلي سیمو کې ۳۵۰۰ سکولونه تباه شوي دي.

د یادې ادارې یو کار کونکی عمر اورکزۍ وايي: ٫٫ په شمالي وزیرستان کې د جینکو په سکولونو دا تازه برید ډیره د خفګان خبره ده. په قبایلي سیمو کې د جینکو تعلیم د وړاندې نه ډیر په بد حال دی او د سیمې ۷۵ فیصده جینکۍ د مکتبونو نه بهر دي. دا بریدونه به د جینکو تعلیم نور هم د چیلنجونو سره مخ کړي.٬٬

د پاکستان قبایلي سیمو کې د تعلیم د پرمختیا لپاره کار کونکې سرکاري ادارې یا فاټا اېجوکیشن سېکټریټ تر مخه په قبایلي سیمو کې تباه شوي ۳۵۰۰ سکولونو کې تر دې دمه ۱۸۰۰ په مکمله توګه یا عارضي بیا ودان شوي او ۱۱۰۰ سکولونه لا هم وران دي.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په قبایلي سیمو کې د خارجي جنګیالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو او دعوه کوي چې د دغه عملیاتو په برکت يې دغه سیمه د جنګیالو نه پاکه کړې ده.

خو په نژدیو وروځو کې په قبایلي سیمو کې د وسله والو لخوا داسې بریدونو یو وارې بیا په سیمه کې په راغلي امنیت اندېښنې او پوښتنې راپورته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG