لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي: د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي


د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د اتوار، پکشنبې، په ورځ شوي د احتجاج انتظام د بلوڅانو د يوالي کميټۍ کراچۍ او د بلوڅ بې درکه شویو کسانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم کړی و
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د اتوار، پکشنبې، په ورځ شوي د احتجاج انتظام د بلوڅانو د يوالي کميټۍ کراچۍ او د بلوڅ بې درکه شویو کسانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم کړی و

د بې درکه بلوڅانو د کورنیو غړو په کراچۍ کې احتجاج کړی او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو په زوره د بې درکيو پېښې سېوا شوي دي.

د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د اتوار، پکشنبې، په ورځ شوي د احتجاج انتظام د بلوڅانو د يوالي کميټۍ کراچۍ او د بلوڅ بې درکه شویو کسانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم کړی و.

د احتجاج په موقع د بې درکه عبدالحميد بلوڅ لور سعيده حميد وي او ای ډيوه ته وویل د پلار د بې درکۍ یې
14 مياشتې پوره شوې او د لومړۍ ورځ نه یې د هغه په لټون کې د امنيتي ادارو او د بشري حقونو تنظيمونو ته ورغلي او د عدالتونو دروازې یې ټکولی خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير رنا ثناءالله وايي چې د بې درکه کسانو د ورکېدو ثبوتونه وړاندې کړئ. "مونږ به هغه ته هم ثبوتونه ورکړو خو چې رانا ثناءالله څه اختيار لري."

د کراچۍ پوهنتون ځانمرګي بريد ورسته د اپريل په 29 نيټه بې درکه شوي سعيد عمر ورور واليد ريند وي او ای ډيوه ته وويل د تيرو 50 ورځو نه د ورور په لټون هر در ته تللې خو څه معلومات يې ترلاسه نه کړی شول.

تېره هفته د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمېنسټي په کراچۍ په بلوڅ احتجاج کوونکو د مبینه تشدد غندنه وکړه.

بلوڅ فعال شاه زين وايي د بې درکه کسانو مسئله د هواريدو پر ځای مخ په زیاتېدو ده. "مونږ تل د پر امنه احتجاجونو رياست ته خواست کړې چې د پاکستان د ائين ارټيکل 10 وړاندې که چرته کوم بلوڅ جرم کړې وي عدالتونو ته يې وړاندې کړې او سزا ګانې ورکړې۔دغه غوښتنه د هيواد دښمني نه ده او نه د ماتولو۔بيا ولې مونږ نه د پرامنه احتجاج حق وړل کيږي."

د جون به اتلسمه نېټه د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په یو بيان کې وویل په ملک کې خلکو په زوره د بې درکه کېدو په پېښو کې هيڅ کمی نه دی شوی او د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو په زوره د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي.

اېچ ار سي پي غوښتنه وکړه چې د خلکو په زوره بې درکه کول دې جرم وټاکل شي او رياست دې د ټولو خلکو په زوره د بې درکه کېدو څخه تحفظ ورکولو کنونشن تاييد کړي.

د بې درکه بلوڅانو د کورنيو تازه تورونو په اړه وي او ای ډيوه د کراچۍ پوليسو سره د تماس نيولو هڅې وکړې خو پوليسو ورته ځواب ونه وېلو.

د کراچۍ پوليسو وياندې شازيه جهان څه مووړاندې وي او ای ډيوه ته تايد کړی و چې کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو مقدمې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي سره دي او تحقیقات یې دوام لري.

د پاکستان پوځ هم وار په وار دا تورونه رد کړي چې بې درکه کسان د امنیتي ادارو په ولکه کې دي.

د می په مياشت کې د پاکستان مرکزي کابينې په زوره د بې درکه کړی شویو کسانو معلومولو دپاره يوه کميټي جوړه کړې چې مشري به يې د قانون وزير کوي او نور وزیران به په ګډون د بشري حقونو د تنظيمونو غړي او قانون پوهان هم شامل وي.

پاکستان حکومت د بې درکه کسانو په اړه يو کمیشن په کال 2011 کې جوړ کړی. د کمشن د شمېرو تر مخه د 2022 د می تر 31 نېټې پورې په پاکستان کې د بې درکه کسانو 8696 مقدمې د کمېشن تر مخې راغلې چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او د 2238 نورو کېسونو تحقیقات دوام لري.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG