د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د افغانستان واکمنو طالبانو نه یوازې ښځې د بنیادي حقونو نه محرومه کړي او قدغنونه یې پې لګولي بلکې طالبان د مخالفینو په وژنو، تشدد او ګرفتاریو کې هم ککړ دي.
هیومن رایټس واچ د کال 2023 دپاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې وویل د طالبانو د تګلارو په نتیجه کې ښځې د حرکت، کار روزګار، تعلیم او د صحت د خېر ښېګړې نه د حق نه محرومه شوي دي.
اېچ ار ډبلیو وویل طالبانو مطبوعاتو د خپل حکومت ناقدینو ته هم دړکې ورکړي، د شهري حقونو تنظیمونه یې بندېدو ته مجبور کړي دي او د حکومت هغه وزارتونه یې ختم کړي چې انساني حقونو د پرمختګ دپاره یې کار کولو.
د اېچ ار ډبلیو رپورټ ته د طالبانو ردعمل لا نه دی لیدل شوی خو طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي او داسې مخکني رپورټونه یې مخکې رد کړي دي چې طالبانو خپل مخالفین یا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وژلي، زورولي او یا یې نیولي دي.
د کال 2021 د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د د مېرمنو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لګولي دي. طالبان وايي ښځو دپاره به د شریعت او افغان دود دستور سره سم د تعلیم او کار روزګار بندوبست ځای په ځای کوي.
د انساني او د ښځو د حقونو په سر د نړیوال تنقید باوجود طالبان وايي په ملک کې یې امن او امان ښه کړی دی.
د امن او مان په لړ کې اې ار ډبلیو په خپل رپورټ کې وویل د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په سکولونو او د شیعه ټولنې په مسجدونو حملې کړې دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کابل کې د خارجه وزارت سره نژدې ځانمرګي حمله کې طالبانو د پېنځو کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو. داعش دغه حمله ومنله.
اېچ ار ډبلیو وویل تېر کال د طالبان امنیتي ځواکونو د پخواني حکومتی امنیتي چارواکي په بې دریغه ډول ګرفتارول، تشدد يې پې کولو او یا يې په غیر قانونی توګه وژل. تنظیم وویل د طالبانو د ګامونو په هدف شویو کسانو کې هغه خلک هم شامل وو چې دوی پې د داعش خراسان د غړو او یا د حمایتیانو شک کولو.
اېچ ار ډبلیو وویل په پنجشیر ولایت کې طالبانو د لټون په عملیاتو کې هغه خلک په نخښه کړي دي چې دوی په د مقاومت ملي جبهې د غړیتوب شک کولو او په دې لړ کې ګڼ شمېر کسان نیولي او تشدد يې پې کړی دی.
اېچ ار ډبلیو وویل تېر کال د مارچ په میاشت کې د متحده قومونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل یو قرارداد منظورولو دلارې په افغانستان کې د اقوام متحده دفتر یوناما په مشن کې توسیع وکړه. یوناما دا اخیتار هم وغځول شو چې په افغانستان کې د انساني حقونو په صورتحال دې رپورټ ورکوی.
سېکیورټي کاونسل د افغانستان په موضوع یو شمېر بحثونه کړي دي، په طالبانو پابندۍ یې غځولي دي او ځینو طالب مشرانو په سفري بندیزونو کې ورکړی شوي استثناګانې یې ختمې کړي دي.