لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: د افغان مېرمنو دپاره انساني بحران دوام لري


په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د انساني حقونو فعالان وايي طالبانو په افغان مېرمنو یو شمېر قدغنونه لګولي دي. افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د دفاع او تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي
په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د انساني حقونو فعالان وايي طالبانو په افغان مېرمنو یو شمېر قدغنونه لګولي دي. افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د دفاع او تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي

د طالبانو د واکمنېدو راهسې په افغانستان کې په خصوصي توګه د جینکو او مېرمنو دپاره"سنګین" بشري بحران دوام لري.
دا خبره د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د مېرمنو د حقونو څانګې مسولې هېدر بار په خپل یو مضمون کې کړې ده.

دغه مضمون د اېچ ار ډبلیو د وېب پاڼې په لومړي مخ چاپ شوی او سر خط یې دی: "د افغانستان طالبانو په ضد د سختو ګامونو ضرورت دی."

د مضمون د سر خط د لاندې لیکل شوي چې ژور تشویش کافي نه دی "هدفي سفري بندیزونه ولګوئ"

د اېچ ار ډبلیو چارواکي د جینکو په ثانوي تعلیم د طالبانو د بندیز خصوصي ذکر کړی دی او وايي ګڼ شمېر حکومتو د افغان مېرمنو د ځورول کېدو په ضد غږ پورته کړی دی خو دا کافي نه ده.

د اېچ ار ډبلیو چارواکي غوښتنه وکړه چې نړیوال حکومتونه دې د عملي ګامونو دلارې طالبانو ته وښښي چې د افغانانو او په خصوصي توګه د جینکو او مېرمنو د حقونو دفاع به کوي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د انساني حقونو فعالان وايي طالبانو په افغان مېرمنو یو شمېر قدغنونه لګولي دي.
افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د دفاع او تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.

د طالبانو په کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې پې تشویش څرګند کړی دی.

طالبان د خپل حکومت دفاع کوي او وايي مېرمنو دپار په د افغان دوددستور او د شریعت سره سم د تعلیم او کار روزګار زمینه برابروي.

د اېچ ار ډبلیو چارواکي هېدر بار په خپل مضمون کې وویل په طالبانو د فشار زیاتولو یوه لاره دا ده چې په طالب چارواکو د متحده قامونو هغه سفري بندیز چې په ۱۹۹۹ کې په پرتشدد ترهګرو هلو ځلو کې د ککړتیا په سر په طالبان لګول شوی و، وغځول شي.

د سږ کال د می د میاشت پورې د طالبانو د حکومت ۴۱ چارواکي د دغه بندیز په فهرست کې شامل وو خو دغه پابندي درې کاله وړاندې په جزوي ډول نرمه کړی شوي وه چې طالب چارواکو ته په امن مذاکراتو کې د سفر سهولت ورکړی شي.

د متحده قامونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل به د سږ کال د جون په میاشت کې طالب چارواکو ته ورکړي شویو سفري اسانتیاو ته بیا کتنه کوي، په خصوصي توګه د هغو طالب چارواکو نومونه به کتنه کولی شي چې د سنګینو سرغړونو الزامات پې پورې شوي دي.

هېدر بار وویل د طالبانو د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق واسق په شان کسانو ته خصوصي توجه پکار ده چې ځواکونو یې د قانون نه بالا وژنې کړي او خبریالان یې وهلي او بندیوان کړي دي.

د ایچ ار ډبلیو په مضمون کې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت مشر شېخ محمد خالد حنفي نوم هم اخیستل شوی دی چې هېدر بار وویل په جینکو او مېرمنو یې سختي پابندۍ لګولي دي.

په مضمون کې د طالبان مشر هېبت الله اخونزاده نوم هم یاد شوی او وېل شوي چې د جینکو په ثاثوي تعلیم بندیز غځولو کې هغه فیصله کن کردار ادا کړی دی.

د اېچ ار ډبلیو څرګندونو ته د طالبانو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو طالب چارواکي په افغانستان کې د انساني حقونو او د مېرمنو په ضد د طالبانو په اقدامات تشویش ردوي.

د اېچ ار ډبلیو چارواکي وویل په طالبانو د فشار زیاتولو دپاره د اقوام متحده مشر باید د افغانستان سفر وکړي او طالبان دې د انساني حقونو احترام ته اړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG