لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان ریاست دې نور د پښتنو سره زور زیاتی ختم کړي:اېچ ار ډبلیو


د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچپه پاکستاني حکومت غږ کړی، په دغه هیواد کې د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتې دې ودرول شي، په پښتنو د ترهګرو ټاپه (لېبل) لګول دې بند شي او د دغه محرومه ساتل شوو(پښتنو)غږ دې واوریدل شي.

د بشري حقونو دغه نړیوالې ادارې دغه خبره په داسې مهال کړې چې پاکستان کې د پښتنو ژغورنې غورځنګ د مشرانو پرضد د چارواکو لخوا مقدمې درج کړی شوي.

د ادارې په وېب پاڼه ٫٫ د پاکستان محرومه ساتل شوو پښتنو غږ واورئ٬٬ په نامه مضمون کې لیکل شوي، روانه اونۍ په بلوچستان ایالت کې د پښتون لانګ مارچ مشر منظور پښتین او د هغه په ملګرو د حکومت او امنیتي ادارو خلاف نیوکو کولو په سر مقدمه درج کړی شوی. مضمون زیاتوي د منظور پښتین یواځېنی جرم دا دې چې د دغه هیواد دویم لوې قام (پښتنو) لپاره د نورو قامونو په رنګ حقونه او ژوند غواړي، او د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتې بندول غواړي.

په مضمون کې په کراچۍ کې د پولیسو په نقلي مقابله کې د وژل شوي نقیب الله مسید د وژنې وروستو پیل شوو مظاهرو په اړه لیکل شوي، دغه پرامنه مظاهرې اوس ټول هیواد ته خورې شوي. د مضمون تر مخه تیره اونې د لاهور ښار په پنجاب پوهنتون کې هم پښتو زده کونکو د یونیورسټۍ انتظامې لخوا د پښتنو سره کیدونکي ناروا سلوک په سر د واېس چانسلر د دفتر وړاندې پرامنه مظاهره شوې ده.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې تر مخه د پاکستان ځېنو ایالتي حکومتونو د پښتنو پرضد په نژدیو کې ځېنې داسې ګامونه پورته کړي چې دوي يې نور هم په قهر کړي. د دغې په یو مثال کې لیکل شوي، د فرورۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې ایالتي حکومت یو سرکاري امر جاري کړی وو چې پکې عامو خلکو ته ویل شوي وو ٫٫ خپل ګیر چاپیره په شکمنو خلکو نظر ساتۍ، په خاصه توګه هغه خلک چې پښتانه ښکاري او یا يې تعلق د پاکستان قبایلي سیمو سره وي.٬٬

د دغه مضمون په پايه د پاکستان ریاست نه غوښتنه شوې ده په دغه هیواد کې د پښتنو پرضد د اوږدې مودې راهسې د زور زیاتي قانونونه دې وتړي، د دوي پرضد چلیدونکي غیر انساني رویې دې ختمې کړي. د پاکستان حکومت ته وړاندیز شوی، د دغې کار پیل دې د منظور پښتین او د هغه د ملګرو پرضد جوړو د دروغو مقدمو د ختمولو، د نقیب الله مسید قاتلانو نیولو او هغوي ته سزا ورکولو په صورت کې وشي او د پښتنو غږ دې واوریدل شي.

د مضمون په اخره کې ویل شوي پاکستان دې په دغه هیواد کې اوسیدونکو بیلا بیلو ژبو خلک خپله کمزوري نه جوړوي، د دغې نه دې خپل طاقت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG