لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن راټس واچ:پاکستان باید وښایي چې دجبري لادرکیو په مخنیوي کې سنجیده دی


د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ وايي د کال 2011م دمارچ میاشتې راهیسې دجبري لا درکه خلکو دموندنې حکومتي کمېشن سره 8463 قضيې ثبت شوي دي خو زیاتوي فعالين وايي دا شمېره له دې هم زياته ده
د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ وايي د کال 2011م دمارچ میاشتې راهیسې دجبري لا درکه خلکو دموندنې حکومتي کمېشن سره 8463 قضيې ثبت شوي دي خو زیاتوي فعالين وايي دا شمېره له دې هم زياته ده

پاکستان کې د خلکو دجبري لا درکۍ په اړه د اسلام اباد هایکورټ د وروستۍ پرېکړې وروسته دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ ویلي چې دا عدالتي پرېکړه پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړی شوؤ کسانو لپاره د اميد رڼا ده او د هېواد نوی حکومت باید وښايي چې هغه ددې ناوړه عمل په ختمولو او په قانون د عمل په ترڅ کې خلکو ته په تحفظ ورکولو کې سنجيده دی.

د هيومن راېټس واچ لخوا دسه شبنې په ورځ دا بېان پداسې وخت کې جاري کړل شوی چې د پاکستان مرکزى حکومت په دې وروستیو کې د عدالت په امر د جبري لادرکيو د مخنیوي او تګلارې جوړولو لپاره يوه ځانګړې کمېټي هم جوړه کړې خو عدالت ددغه کمېټۍ د لا نه فعالېدو په سر د حکومت نه سپيناوی غوښتی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت د هيومن راېټس واچ دې رپورټ ته لا کوم غبرګون نه دی وېلی خو اوړمه ورځ د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پېرزاده د جبري لا درکيو په تړاو د پوځ د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جنګ سره تړلی ؤ.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د جون په 28مه نيټه جارى کړي بېان کې وېلي، د تېر زيارت په ورځ يوه تاريخي پرېکړه کې د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د يوې حکمنامې په ترڅ کې ویلي کله چې د نتيجې ترلاسه کولو لپاره کافي شواهد موجود وي چې دا په ظاهره د جبري لادرکۍ قضيه ده نو بيا د رياست او د هغې د ټولو ادارو مسوليت جوړېږي چې د لادرکه وګړو درک ولګوي.

د هيومن راېټس واچ بېان مخکې وايي، البته دا د تېرو کلونو په مهال د عدالتي حکمونو په لړۍ کې یو بل هغه تازه امر دی چې تر اوسه پورې عمل نه دی شوی اؤ امنیتي اېجنسۍ ددغسې عدالتي اوامرو باوجود د خفيه حراستونو او جبري لا درکيو دلړۍ په ودرولو کې ناکامه شوي دي.

اسلام اباد هایکورټ د تېر زيارت په ورځ د لادرکه تنانو په يوه قضيه کې د لا درکه تنانو لپاره جوړ حکومتي کمېشن هم ناکامه ګرځولی ؤ او ویلي یې وؤ چې د خلکو په جبر لا درکه کول جرم دی او ددې ذمه واري د وزير اعظم په اوږو راځي.

د تېر مئ په میاشت کې د پاکستان مرکزي حکومت د لادرکه تنانو د قضيو د هواري او يوې تګلارې د جوړښت لپاره يوه ځانګړې کمېټې هم جوړه کړې خو تېره ورځ اسلام اباد هایکورټ د مرکزي حکومت نه سپيناوی غوښتی ؤ چې د جبري لادرکيو د پېښو د جاج اخستلو لپاره دغه ځانګړې کمېټي ولې نه ده فعاله شوې؟

د پښتنو د حقونو لپاره دغږ پورته کوونکي تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسید چې د لا درکه تنانو شمېرې هم راغونډوي ډيوه ته وايي تر ټولو غټه خبره دا ده چې خلک په ښکاره پورته کېږي خو ددې عمل پرضد څه واضحه ګامونه نه اخستل کېږي.

هغه وايي په پاکستان کې رياستي ادارې خلک په زور بې درکه کوي او رياستي ادارې چې لادرکه خلک په کومو حراستي مرکزونو کې ساتي نو تر اوسه پورې چا ددغو مرکزونو په قانوني چوکاټ کې د راوستو هڅه هم نه ده کړې او وګوري چې په دې کې څوک دي او څنگه ژوند کوي.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ وايي د کال 2011م دمارچ میاشتې راهیسې دجبري لا درکه خلکو دموندنې حکومتي کمېشن سره 8463 قضيې ثبت شوي دي خو زیاتوي فعالين وايي دا شمېره له دې هم زياته ده.

د واکمن مسلم لیګ نون ګوند په حکومت کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده په دې وروستیو کې د خلکو په جبر د لادرکه کولو په لړ کې د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جګړې سره تړلې ‌ؤ.

هيومن راېټس واچ وايي د نړیوال قانون ترمخه د رياستي پوځ او یا د هغې د اېجنټانو په لاس د يو شخص په داسې طريقه حراست کې اخستل چې د هغه د ځائ ځایګي او درک ښودلو نه انکار کوي او هغه د قانون د تحفظ نه لرې ساتى په جبري توګه لادرکي بلل کېږي .

وايي په پاکستان کې په زور د لادرکه زياتره تنانو تعلق د ټولنې د پسمانده طبقو سره دی او يو ځل په جبر د لا درکه کېدو وروسته هغه په تشدد او دعدالت پرته د مرګ د سزا خطر سره مخامخ کېږي.

اېچ ار ډبليو په خپل بېان کې وېلي چې د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله دا مشاهده هم کړې چې د لادرکه تنانو حکومتي کمېشن اغيرمنو تنانو ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلی دی.

په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو پېروى کوونکی وکيل کرنل( ر ) انعام الرحیم ډيوه ته وايي د رولز آف بزنس ترمخه د بشري حقونو د قضيو ذمه واري د وزير اعظم په اوږو راځي.

هغه وايي عدالت په خپله وروستۍ پرېکړه کې وېلي چې پخواني پوځي صدر پرویز مشرف ته دې هم نوټس جاري کړي او هغه دې يوه حلفنامه هم جمع کړي چې دده په واکمنۍ کې ده څومره خلک په بهر هېوادونو خرڅ کړي ځکه چې دا خبره نوموړي په خپل کتاب کې هم ليکلې ده.

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتنو او دبشري حقونو ډلې هم د خلکو په زوره د لادرکۍ تورونه د هېواد د پوځ په طاقتورو استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لادرکه تنان د بلوڅ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې ورګډ شوي وي، پوځ سره نښتو کې وژل شوي وي او یا هم افغانستان ته اوښتې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG