د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ويلي د افغانستان واکمن طالبان د ښځو د "بدنونو د لارې خپل ځو روونکي اخلاقي او ټولنیز قدار" عملي کوي او په وروستیو کې يې اعلان کړی چې ښځې د ګڼې ګوڼي په ځایونو کې د سنګسارولو سزا به بیا شروع کوي.
اېج ار ډبلیو په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل په تېرو دوو نیمو کلونو کې ښځو د ځورولو په سر د طالبانو احتساب نه دی شوی او دي طالبان "زړور کړي" چې ښځې په هدف کړي.
د اېچ ار ډبلیو یوې چارواکي د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د ښځو په اړ د طالبانو د تګلارو دې احتساب وکړي که نوي نو طالبان به د ښځو په ضد نور سخت ګامونه پورته کوي.
د اېچ ار ډبلیو په تازه بیان د طالبانو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي.
په کال ۲۰۲۱ کې د واکمنېدو راهسې طالبانو د ښځو په تعلیم، کار روزګار او سفر قدغنونه لګولي دي. نړيواله ټولنه د طالبانو په تګلارو سخت تنقید کوي او تر اوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبان وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د کوچني اختر د لمونځ په موقع د خلکو مخامخ ښکاره شوی او د طالبانو په حکومت د نړیوالې ټولنې نیوکې یې په سختو ټکو غندلې دي.
هغه یو ځل بیا خپل دا هوډ تکرار کړی چې د اسلامي قوانینو د عملي کولو نه به یو ګام هم په شا لاړ نه شي.
د کندهار په یو ستر جومات کې د اختر د لمونځ لپاره راټول شوؤ زرګونو کسانو ته خپله وینا کې هبت الله اخند زاده ټینګار وکړو چې د "مرګ تر دمه" به د اسلامي احکامو نفاذ کوي.
د اخندزاده د ۳۵ منټو تقریر د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړو.
د طالبانو مشر وايی "نن دوي غواړي تاسو پخپلو منځو کې وویشي، هغوي مشران نا اهله بولي اؤ وایي چې د حکومت کولو جوګه نه دي."
د ښځو په اړه د طالبانو په تګلارو خپله وېنا کې د اېچ ار ډبلیو چارواکې وویل طالبان دې پړاو ته ځکه رارسېدلي دي چې نړیوالې ټولنې يې احتساب نه دی کړی. د اېچ ار ډبلیو چارواکې غوښتنه وکړه چې حکومتونه دې د ښځو خلاف د "سنګینو خلاف ورزیو" په سر د طالبانو احتساب وکړي.
Forum