لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو یوې ادارې ایران کې د 260 افغانانو د وژل کېدو دعوه کړې، طالبان وایي پلټنې یې کوي


عکس دوه کاله پخوانی دی.
عکس دوه کاله پخوانی دی.

په ایران کې د شاوخوا دوه نیم سوه افغان کډوالو د وژل کېدو رپوټونه ورکول کېږي خو په کابل کې د ایران سفیر دا خبره رد کړې ده او د طالبانو حکومت وایي په دې اړه یې بیړنۍ پلټنې پیل کړې دي.

د برتانیې ټیلیګراف ورځپاڼه وایي، ګڼ شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې- اتوار په شپه پر شاوخوا 300 هغو افغان کډوالو برید وکړ، چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي.

د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو څارونکې یوې ډلې «حال وش» پر خپل ایکس لیکلي چې کله دغه افغانان ایران ته ور واوښتل ایران سرحدي ساتونکو ورباندې مخامخ ډزې وکړې او په لسګونو کسان یې و وژل.

«حال وش» د خپلو سرچینو په وینا دا پېښه د سراوان سیمې په کلګان سیمه کې شوې او وایي ایراني ځواکونو دغو افغانانو ته پټ وو او کله چې هغوی ته ور نیژدې شول دوی ورباندې د سپیکو او د آر پي جي په ګډون د درنو وسلو بریدونه وکړل:

«حال وش» د تر لاسه کړو عکسونو له مخې وایي، د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له ډزو ژوندي پاته کسانو ورته وویل، "د افغان کډوالو شمېر شاوخوا 300 وو، چې یواځې له 60 تر 70 پورې ژوندي پاته شوي او نور ټول وژل شوي یا هم سخت ټپیان شوي دي".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د پېښې سیمه له افغانستانه بهر ښودل کیږي، ځکه نو تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي کره شوي، وایي د موضوع تر روښانتيا وروسته به یې حکومت په دې برخه کې لازمه پرېکړه وکړي. مجاهد د اکتوبر په 16مه پر خپل ایکس لیکلي:

"په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمېر افغانانو د شهادت او زخمي کېدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیکۍ استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي".

وي او اې ډیوه تر اوسه په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو سمېر له رسمي او معتبرو سرچینو نه دی تایید کړی، خو «حال وش» ځینې عکسونه او د ټپي او وژل شویو کسانو ویډیو ګانې خپرې کړې دي.

په دغو ویډیوګانو کې افغان ځوانان- چې اکثر یې د شل کلنۍ شاوخوا عمرونه لري- پر ټپي کسانو را ټول دي او په دې اړه خبرې کوي چې څنګه د شپې په تیاره کې ایراني ځواکونو ورباندې ډزې وکړې.

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي بیا وایي، د ایراني ځواکونو په ډزو د لسګونو افغانانو د وژل کېدلو خبرونه ناسم دي، خو وایي له ناقانونه کډوالو سره قانوني چلند د هېوادونو جایز حق دی.

ښاغلي کاظمي قمي د اکتوبر په 16مه پر خپل ایکس په څو پوسټونو کې په ټینګار سره ویلي، هېواد یې په دې اړه په قانوني توګه او د نړیوالو تړونونو په بنیاد عمل کوي:

"د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو او پر ټولو سرحدي لارو د هغوی د غیرقانوني ننوتلو خلاف قانوني چلند وکړي، خو په دې برخه کې په بشپړ ډول قانوني، ذمه دارانه، د ښه ګاونډيتوب، اسلامي خواخوږۍ او نړيوالو تړونونو ته د ژمنتيا د اوږدمهاله پاليسۍ پر بنسټ عمل کوي".

پر ټولنیزو رسنیو دې پېښه ته سخت او له غوسې ډک غبرګون ښودل شوی او په لسګونو کسانو داسې عکسونه هم خپاره کړي چې پکې ممکنه وژل شوي کسان په کتار کې پراته دي. اکثرو خلکو د بشري حقونو له نړیوالو ادارې غوښتنه کړې چې په دې اړه سنجیده پلټنې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په تهران کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه اخیستو په شرط ازادي رېډیو ته په خبرو کې تایید کړې چې د ایران سرحدي ځواکونو د سیستان بلوچستان د سراوان سرحدي سیمې پر لور روان افغان کډوال په نخښه کړي دي.

دا پېښه په داسې وخت شوې چې د پاکستان غوندې په تېر یو کال کې د ایران حکومت هم په لسګونو زره افغان کډوال خپل هېواد ته شړلي دي. د ټیلیګراف ورځپاڼې د خبر له مخې، ایران ویلي تمه لري د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې دوه میلیونه کډوال وباسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG