لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیواله ایټمي اداره وایی ایران سره جوړ جاړی ته رسېدلي دي


د نهې په ورځ د خبرو په وخت د نړیوال ایټمي ادارې مشر یوکیو امانو زیاته کړه چې اوس له څه اختلافات شته چې هوارول پاتې دي
د نهې په ورځ د خبرو په وخت د نړیوال ایټمي ادارې مشر یوکیو امانو زیاته کړه چې اوس له څه اختلافات شته چې هوارول پاتې دي

د ایټمي توانائی په اړه د ملگرو ملتونو د ادارې مشر وئیلی دي تمه لري چې ډیر زر به ایران د نړیوالې ایټمی ادارې سره د خپل ایټمي پروگرام پرسر لوظنامه لاس لیک کړي.
خو د نهې په ورځ د خبرو په وخت د نړیوال ایټمي ادارې مشر یوکیو امانو زیاته کړه چې اوس له څه اختلافات شته چې هوارول پاتې دي.
ښاغلې امانو په اوس اوس د تهران نه راواپس شوې دې چرته چې یې د ایټمي معاملو په اړه د ایران ستر نمائنده سعید جلیلي او د ایران د ایټمي توانائی د ادارې مشر فریدون عباسي دواني سره مذاکرات کړي وؤ.
په کال 2009م کې د ادراې مشر جوړیدو وروسته په لمړي ځل ښاغلي امانو د ایران سفر کړې دی. بلخوا د امریکې قائمقام نماینده رابرټ ووډ ایران باندې ټېنگار کړې چې نړيوالې ادارې سره د پوره پوره مرسته کولو لپاره کوټلي گامونه پورته کړي.
ایران د پرچېن نومې د خپل پوځي ځائې د معائنې لپاره د نړیوالې ادارې ډیر خواستونه رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG