لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ٦٥ ژبو کې ژباړل شوی کتاب اي اېم ملاله په اردو ژبه کې هم چاپ شو


د امن نړيواله جایزه گټونکې ملاله یوسفزۍ کتاب اي ایم ملاله (زه ملاله یم) په اردو ژبه کې مشعل بکس چاپ کړو او د نومبر په دویشتمه یې په پاکستان کې د مخکتنې دستوره کیږي.

د ملاله پلار او د تعليم د پرمختگ لپاره کا ر کونکي مبارز ضیا الدين یوسفزي په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي " زه په ویاړ سره اعلان کوم چې مشعل بکس د (می هو ملاله) مخ کتنه کوي" مشعل بکس د وتلي ليکوال ډاکټر پرویز هود اداره ده چې د مترقي سوچ لرونکو د کتابونو چاپ کولو د پاره مشهوره ده.

ښاغلي ضیاالدين یوسفزي وي او ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل چې په اردو ژبه کې د کتاب چاپ کیدلو سره به د ملاله خبره د پاکستان اولس په خپله ولولي، هغه اوویل:

"ځمونږ زیاتره خلک په انگریزۍ ژبه نه پوهېږي، هغويي د دې کتاب په حقله یواځې تبصرې اوريدلي دي، نو چې دا کتاب په خپله وگوري نواصلي قيصه به ورته ښکاره شي"

اردو ژبه د پاکستان څخه علاوه په هندوستان او نيپال کې هم خلک پوهیږي.

د اي ایم ملاله په حقله په پاکستان کې د مذهبي سخت دريزو لخوا دا تاثر ورکړی شوی ؤ چې گني دا کتاب د اسلام او پاکستان په ضد دی.

په پاکستان کې د غیر حکومتي سکولونو یو تنظیم ال پاکستان پرائیویټ سکولز فیډریشن"ايي ایم ناټ ملاله" یا "زه ملاله نه یم" په نوم تحريک هم چلوي

ددې تنظيم مشر مرزا کاشف علي وائس اف امریکا ډیوه ته په یوه مرکه کې وویلي وو د ملاله کتاب "ايي ایم ملاله" د اسلام، پاکستان او د پاکستان د ائین خلاف دی او هغوي په خپلو سکولونو او د سکولونو په کتابخانو کې پرې پابندي لگولې ده.

ښاغلی یوسفزی وايي دا کتاب د اسلام او پاکستان خلاف نه دی بلکې د ېوې پاکستانۍ پښتنې جينۍ د ژوند ريښونې قیصه ده، چې په وطن او اولس یې څه تېر شول، ښاغلی یوسفزی وايي:

"اوس خلک کولی شي چې دا کتاب په خپله ولولي او ځان د حقيقت څخه خبر کړي ،او د دروغو په پروپېگنډو نور تیر نه اوځي"

د ښاغلي یوسفزي په خیال ددې کتاب په ارود ژبه کې دچاپ کېدلو څخه به د پاکستان اولس په دې هم پوهه شي چې د ملاله قیصه د طالبانو د حملې څخه نه ده شورو شوې، بلکې دهغې د تعليم د پاره جدوجهد د ډېر وړاندې څخه روان ؤ. ښاغلی یوسفزی وايي:

"دې کتاب کې د ملاله دتعليم لپاره د مبارزې قیصه ده، دا د تاريخ مقدسه اثاثه ده، دا کتاب په نړۍ کې مقبول ځکه دی چې دا رښتیا وايي"​

د اي ایم ملاله په ٦٥ ژبو کې ژباړه شوې ده او څلور نيم میلینه کتابونه یې خرص شوي دي .

په اردو ژبه کې د کتاب ژباړه مقبول الهي نومې لیکوال کړی ده، خو ښاغلی یوسفزی وايي د ژباړنې په کره کتنه کې ملاله، هغه په خپله او فضل ربي راهي ډېر زیار کړی دی، او کتاب یې په خپل اصلي شکل کې د اضافي معلوماتو سره ژباړلی دی.

د ښاغلي یوسفزي څخه چې ډیوه تپوس وکړو چې دا کتاب تر اوسه په پښتو ژبه کې ولې نشته، نو هغه اوویل:

"په پښتو کې دا کتاب د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو وزارت چاپ کړی دی، خو ځمونږ سره یې پرې مشوره نه وه کړې، مونږ غواړو چې دا کتاب په پښتو کې د پېښور څخه ډېر زر او په سم انداز کې چاپ شي" ښاغلي یوسفزي اوویل په پښتنو کې د کتابونو په بیعه د اخستلو رواج ډېر کم دی.

د مخ کتنې په بلنه کې ليکل شوي دي په کتاب به وتلی دانشور اي ای رحمان، وتلې قانون دانه عاصمه جهانگير ، وتلی ساينس پوه پرویز هود باي، وتلی پښتون دانشور خادم حسېن او نور ویناگانې کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG