لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمونو نړیوال عدالت: د افغانستان جنګي جرمونو په اړه تر یو ميلیونه زیات شکایتونو ترلاسه کړي


مطبوعاتي رپوټونه وايي، د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه (ايي سي سي) کې د افغانستان د جنګي مجرمینو پرضد د قربانیانو لخوا ۱.۱۷ میلیونه پاڼې راټولې شویدي.

د اېسوسي اېټډ پرېس د یو رپورټ تر مخه د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د جنګي مجرمینو په اړه د موادو د راټولېدو بهیر د تیرو دریو میاشتو راهیسې پیل کړی دی.

دغه پاڼې یا عریضې نه یواځې د هغو ظلمونو په اړه دي چې د طالبانو او داعش لخوا ترسره شوي بلکه د افغان امنیتي ځواکونو، حکومت پورې تړلو جنګسالارانو، ايتلافي ځواکونو او کورنیو او بهرنیو استخباراتي ادارو پرضد هم پکې شکايتونه راټول شویدي.

د بشري حقونو او د تاریخوالي د له منځه وړلو د ادارې څخه عبدالودود پدرام وايي، ايي سي سي به په هېګ کې پرېکړه کوي چې د جنګي مجرمینو په اړه پلټنې وکړې او که نه؟ دا لا څرګنده نه ده چې دغه پرېکړه به کله کیږي.

پدرام وویل، دغه شکايتونه او پاڼې په اروپا او افغانستان کې د یو شمېر ادارو لخوا د ۲۰۱۷ کال د نومبر له شلمې نېټې څخه د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ تر ۳۱ پورې راټول شویدي.

نوموړي وړاندې وویل، ايي سي سي د جرمونو د پلټنې په برخه کې د افغانانو یواځینۍ هیله او امید دی.

ايي سي سي تر اوسه پورې نه د قربانیانو او نه هم د هغو ادارو په اړه معلومات ورکړي چې دوی ته یې دغه شکایتونه او پاڼې رسولې دي.

د قربانیانو له ډلې یو تن اېسوسي اېټډ پرېس ته خپل ځان شعیب معرفي کړی چې د شلو کالو دی. دی وایي، په ۲۰۱۴ کال کې له خپل پلار نعمت الله سره د غور ولايت په دولت یار ولسوالۍ کې په یو بس کې روان و چې یو ډله وسلوالو یې موټر ودرولو او له مسافرو څخه یې د تذکرو غوښتنه وکړه.

وسلوالو له مسافرو څخه ۱۴ تنه شیعه ګان جلا کړل او یو یو یې وه واژه.

له پېښې وروسته د طالبانو یو قومندان ونیول شو خو د هغه د محاکمې او سزا په اړه بیا هېڅ هم نه دي اورېدل شوي. د پدرام په وینا په افغانستان کې په ګڼ شمېر جنګسالاران په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته واک ته رسیدلي خو پدرام د خپل ځان د خوندیتوب لپاره د هغوی د نومونو یادونه ونه کړه.

ايي سي سي یا د جنګي جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوېده. دا لومړنۍ دايمي محکمه ده چې جنګي مجرمین به پکې د بشریت ضد جرمونو له امله محاکمه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG