انټرنېشنل کرېمېنل کورټ، ايي سي سي، د جمعې په ورځ د جنګي جرمونو او اوکراین نه د ماشومانو په تښتولو کې د ککړتیا په الزام د روس صدر ولادېمېر پوتین د ګرفتارۍ حکم جاري کړو.
ايي سي سي په یو بیان کې وویل پوتین په مبینه توګه د اوکراین د مقبوضه سیمو نه روس ته د ماشومانو په غیرقانوني توګه د منقتل کولو د جنګي جرم ذمه وار دی.
ایي سي سي د صدر پوتین په دفتر کې د ماشومانو د حقونو د دفتر مشرې د ګرفتارۍ حکم هم جاري کړو او په هغې هم د صدر پوتین په شان الزامات ولګول.
د ايي سي سي صدر پییوتر هوفمېنسکي په وډیو پېغام کې وویل چې د عدالت ججانو د پوتین د ګرفتارۍ امر جاري کړی او دا اوس د نړیوالې ټولنې کار دی چې په دي امر عمل کوي او که نا؟
ای پي خبري اداره وايي عدالت د خپلو احکاماتو د نافذ کولو دپاره خپل پولیس نه لري.
هوفمېنسکي وویل د خپلې برخې قانوني کار کوي، ججانو يې د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړو او په دې د عمل کولو دپاره د نړيوالې همکارۍ ضرورت دی.
روس د ايي سي سي دایره يې کار نه تسلیموي.
د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروه وویل د ايي سي سي فېصلې د روس دپاره څه معنا نه لري.
اوکرایني چارواکو د ایي سي سي د فېصلې هرکلی وکړو.
د اوکراین د صدر مشیر مایکېلو پوډیولایک وویل دنیا بدله شوه.
د اوکراین خارجه وزیر دميترو کولیبا وویل د انصاف يایه روانه ده. هغه زیاته کړه ماشومانو د پټولو او د نورو جرمونو په سر به د نړیوالو مجرمانو احتساب کولی شي.
ای پي په خپل رپورټ کې وايي اوکراین هم د ايي سي سي غړی نه دی خو د عدالت په دایره کار کې يې ځان شامل کړی او د عدالت وکیل کریم خان په اوکراین کې د ممکنه جنګي جرمونو د تحقیقاتو په اړه کې څلور ځله د اوکراین دوره کړې ده.
ايي سي سي وویل عدالت موندلي د دواړه ملزمان پوتین او د هغه د دفتر چارواکي، اوکراین د ماشومانو په غیر قانوني منتقلۍ کې ککړ وو او ناکامه شوي وو چې خپل پوځي او غیر پوځي چارواکي د ماشومانو د منتقلولو نه منع کړي.
د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس واچ ایي سي سي پوتین نه مطلوب تن جوړ کړو.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د متحده قومونو په ملاتړ تحقیقاتو وموندل چې په اوکراین کې په ملکي هدفونو د روس حملې، په منظمه توګه په خلکو تشدد او وژنې په ممکنه توګه جنګي او د انسانیت خلاف جرمونه دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي