لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لېنډ، پاکستان یا افغانستان سېمي فاېنل ته څنګه رسېدی شي؟


په هندوستان کې روان د کرکټ نړیوال کپ ۳۹ لوبو وروسته د هندوستان، سویلي افریقا او اسټریلیا لوبډلې سېمي فاېنل ته رسیدلي او د نیوزي لېنډ، پاکستان او افغانستان لوبډلې لا هم سیمې فاېنل ته د رسېدو په زغل کې شاملې دي.
د ايي سي سي لخوا جاري‌ شوو تازه شمېرو تر مخه دا مهال د نمرو په فهرست (پواېنټ ټېبل) هندوستان ۱۶ او سویلي افریقا او اسټریلیا ۱۲، ۱۲ پواېنټونه لري او درې واړه سېمي فاېنل ته وتلي دي. د سېمي فاېنل نه مخکې لا هم ۶ نورې لوبې پاتې دي خو په دغو کې تر ټولو مهمې لوبې د نیوزي لېنډ، پاکستان او افغانستان هغه دي، ځکه دغه به د سیمي فاېنل د څلورم ټیم/ لوبډلې فیصله کوي.


دا درې واړه هیوادونه په پواېنټ ټېبل ۸، ۸ پواېنټونه لري خو د (رن رېټ) رنزونوپه حساب نیوزي لېنډ وړومبی، ورپسې پاکستان او بیا افغانستان دی. نیوزيلېنډ خپله راتلونکې او اخېرۍ لوبه د سري لنکا سره لري، پاکستان به په اخېرۍ او مهمه لوبه کې انګلېنډ ته مخامخ کیږي او د جمعې په ورځ به افغانستان او سویلي افریقا د یو بل پرضد لوبیږي.
هڅې خو په میډیا او ټولنیزو رسنیو بلا بحثونه روان او قسما قسم اندازې لګول کیږي، خو د ايي سي سي د شمېرو تر مخه نیوزي لېنډ، پاکستان او د افغانستان لوبډلو کې سېمي فاېنل ته د وتلو لپاره مهمه خبره د خپلو اخیرۍ لوبو ګټل دي. که چرې درې واړه خپلې لوبې ګټي پواېنټونه به یې یو شان کیږي او فیصله به په رن رېټ کیږي.

که د زیارت/ پنجشنبې په ورځ نیوزيلېنډ د سري لنکا نه خپله لوبه یواځې په یوه منډه هم وګټي نو د موجوده رن رېټ په حساب به سیمي فاېنل ته ووځي.
افغانستان تېره شپه د اسټریلیا نه د لوبې باېللو وروسته سیمي فاېنل ته د تلو یو اسان چانس د لاسه ورکړی او د جمعې په ورځ یې د سویلي افریقا سره د روان جام اخیرۍ لوبه ده. خو افغانستان یواځې د دغه لوبې په ګټلو سیمي فاېنل ته نه شي وتلی، افغانستان له به سویلي افریقا ته لویه ماتې ورکول وي چې رن رېټ یې د پاکستان او نیوزيلېند نه مخکې شي.
د خالي / شنبې په ورځ به بیا پاکستان او انګلېنډ خپل اخیري مېچ کې یو بل ته مخامخ کیږي، خو یواځې د لوبې په ګټلو پاکستان سیمي فاېنل ته نه شي وتلی، پاکستان له به انګلېنډ ته په ۱۳۰ منډو / رنزونو ماتې ورکول وي چې رن رېټ د نیوزي لېنډ نه ښه کړي او سیمي فاېنل ته ووځي.


دا ټول حساب کتاب به د دې دریو واړو لوبډلو د منجمنټ لخوا هم شوی وي او لوبغاړو ته به هم دغه ټول حساب ورکړل شوي وي. خو د کرکټ لوبه د دې حساب کتاب نه زیاته په میدان کیږي. هغه میدان چې پکې یوه قوي لوبډله لکه د شګو دیوال او کله کله بیا یو څو لوبغاړي لوبه په بله واړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG