لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د سايفر قضيه کې د عمران خان د ضمانت او مقدمې خارجولو خواستونه رد کړي


عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، نوموړي هغه وخت تور لګولی وو چې د سايفر يا مراسلې د لارې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی و
عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، نوموړي هغه وخت تور لګولی وو چې د سايفر يا مراسلې د لارې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی و

د اسلام اباد هايکورټ د سايفر قضيه کې د پخواني وزیراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر د ضمانت او مقدمې خارجولو خواستونه رد کړي دي.

د ځايي رسنيو ترمخه، د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان په خواستونو په 16م اکتوبر کړې فېصله د جمعې په ورځ اورولې ده.

ويل شوي په يادو خواستونو د تېر ګل/ دوشنبې په ورځ هايکورټ فېصله محفوظ کړې وه.

عمران خان ته اسلام اباد هايکورټ د اګست په میاشت کې د توشه خانې په قضيه کې ضمانت ورکړی خو په هغه د سايفر ترڅنګ، د القادر ټرسټ او نهمې مقدمې روانې وې او په جېل کې ساتل شوی وو.

نوموړی دا وخت د سايفر په قضيه کې په عدالتي ريمانډ د پېنډۍ په اډياله جېل کې بندي دی.

د افيشل سيکرټ لاندې جوړ خصوصي عدالت په 23م ستمبر د سايفر قضيه کې په عمران خان او شاه محمود قرېشي فرد جرم لګولی خو هغو د صحت جرم نه انکار کړی وو.

عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، نوموړي هغه وخت تور لګولی وو چې د سايفر يا مراسلې د لارې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان تېر حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سايفر په حواله یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی وو.

هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

د شهباز شریف په وزيراعظمۍ د پاکستان تېر اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې.

د سايفر قضيه د عمران خان، شاه محمود قرېشي او اسدعمر پرضد جوړه شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG