څيړونکي د عمران خان "د ووټ د لارې په نرمه يا د وينې د لارې د تباه کن انقلاب خبره" حکومت او اسټبلشمنټ ته نېغ په نېغه ګواښ ګڼي او وايي دا د پاکستان دپاره خطرناک معلوميږي.
عمران خان دغه خبره نن په یو ټويټ کې کړې ده.
د عمران خان د ټویټ په ځواب کې د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب ویلي، "د غېر ملکي فنډونو فتنې د انقلاب نه بلکې د خوني مارچ اعتراف کړی دی د ووټ په ځای يې د ټوپک د لارې د وينې توېلو د انقلاب راوستو ثبوت ورکړی دی".
څېړونکي وايي عمران خان ګواښ کړی
څیړونکی مرتضا سولنګي وايي، د عمران خان دغه ټویټ یو "سياسي ګواښ دی او دا اشاره بازي ده او اسټبلشمنټ ته ویل غواړي چې زما سره خبره وکړي او دا مسله هواره کړي کنه زه به داسې حالات جوړ کړم چې ستاسو په قابو کې به نه وي انارکي [ګډوډی] به جوړه کړم".
او څیړونکي خبرياله فرزانه وايي، "د عمران خان ټویټ حېرانوونکی دی او ښکاره اشاره يې کړې ده چې مقتدره قوتونه او حکومت دې د انتخاباتو اعلان وکړي کنه خلک دومره په قهر دي چې تاوان هم کېدی شي، وينه توېدی شي او مرګ ژوبلې کېدی شي".
عمران خان د لانګ مارچ د لارې څه ترلاس کوله غواړي؟
سولنګي وايي، "عمران خان د دې لانګ مارچ د لارې يو هدف دا ترلاسه کول غواړي، چې د اسټبلشمنټ د لارې په حکومت فشار واچوي چې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي، چې څومره زر کېدی شي. اوس يې د پوځ مشر ټاکنه هدف نه ښکاري ځکه هغه ته مالومه شوې ده چې په دغه لړ کې يې څه نه چلیږي، بل دا چې په ځان د کېسونو ختمولو غوښتنه کوي".
او اغلې فرزانه علي وايي، "عمران خان د لانګ مارچ د لارې بيا ځان په واک کې راوستل غواړي او هغه چې په ضمني انتخاباتو کې کومې نتيجې وليدې نو د هغه مقصد دی چې هغه به بيا په واضحه اکثريت په حکومت کې راشي".
فرزانه علي وايي "عمران په خپلو ويناګانو کې د دې ويلو کوشش کوي چې په سياست کې د اسټبلشمنټ کردار ختم شيپه ښکاره دا خبره کوي خو بل لور ته د بندو دروازو شاته ورسره خبرې هم کوي نو دا د عمران خان دوه مخې پاليسي څرګندوي، او دا عمل چې کوم روان دی د پاکستان د جمهوریت دپاره ډېر خطرناک معلوميږي".
د عمران خان بيانيې ته حکومتي غبرګون
څيړونکي وايي د پي ډي اېم د حکومت وزیران لګيا دي د عمران خان د بيانيې ردولو هڅه کوي خو نه ښکاري چې د عمران خان بيانيې ته يې سم ځواب وويلو.
سولنګي وايي "حکومت هڅه کوي چې د عمران خان ځواب وکړي خو حکومت د ايتلافي ګوندونو دی د يو ګوند نه دی ځکه د پروپېګنډې د ځواب توان يې محدود او غېر موثر دی".
او فرزانه علي هم د مرتضا سولنګي په څېر وايي، "نه ښکاري چې حکومت د عمران خان د بيانيې ځواب کولی شي او نه يې دا کوشش کړی او د پي ډي اېم حکومت په وزارتونو کې وېشلو کې بوخت دی خلک پرې اعتبار نه کوي".
په اقتصاد اغېزې
څيړونکي وايي د عمران خان لانګ مارچ نه يواځې په ملک کې سياسي بې ثباتي جوړوي بلکې اقتصادي اغېزې هم لري.
د اقتصادي چارو کارپوهه خرم شهزاد وايي، په ملک کې د تيرو څو مياشتو راهسې سیاسي بې ثباتي روانه ده او د هغې منفي اغېزې په اقتصاد دي او که حالات نور خرابيږي په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل ملک به نور د اقتصادي چېلنجونو سره مخ کيږي.
د پاکستان د شمېرنې ادارې ترمخه د پاکستان تحریک انصاف په تير حکومت کې په مالي کال 2021، 22 کې کرنټ اکاونټ خساره 17.41 اربه ډالرو ته رسېدلې وه. او هم په تېر مالي کال کې په مجموعي توګه د 80 اربه ډالرو درامدات شوي چې پکې تجارتي خساره 50 اربه ډالره وه.
د خزانې د وزارت ترمخه په تير مالي کال کې چې د عمران خان حکومت وو، په پاکستان مجموعي قرضې او واجبات 60زره اربه روپو ته رسېدلي دي چې پکې غېر ملکي قرضې 130اربه 12کروړه ډالره وو.
وزیراعظم شهباز شریف د مې په مياشت کې ويلي وو، "تېر حکومت 22000 اربه روپۍ پورونه/ قرضونه اخستي دي، د کال 1947 نه د 2018 پورې چې په پاکستان څومره قرضونه وو، د 2018 نه د روان کال 2022 د مارچ د 30م نېټې پورې قرضونه 80 فيصده زيات شوي دي".
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند په 2018 کې په حکومت کې د راتلو سره سم هغه وخت وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې ملک په سختو اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی او هغه د ملک د اقتصادي بد حالۍ تورونه په تېرو حکومتونو لګولي وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد ته لانګ مارچ پېل کړی او وايي په څلورم نومبر به اسلام اباد ته رسي، او وايي يواځينۍ غوښتنه یې د انتخاباتو اعلان دی، خو حکومت وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.