دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان وایي ده ته پولیس افسرانو ویلي چې د وژنې پلان یې جوړ شوی دی.
هغه وایي ورته ویل شوي دي چې باید کشمیر یا ګلګت بلتستان ته ولاړ شي ځکه چې هلته یې دګوند حکومتونه دي خو د عمران خان په وینا " څوک چې راتلل غواړي،نو زمان پارک ته دې راشي،ما دې ووژني،زه له دې ځایه نه ځم"
عمران تر دې وړاندې هم روانه اوونۍ تور لګولی ؤ چې د وژنې پلان یې جوړ شوی اؤ نن یا سبا به پولیس دهغه کور ته ورشي اؤ په الغاؤ تلغاؤ کې به لکه دمرتضا بوټو ووژل شي.
دعمران خان دې تورونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان دچاپیریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان ویلي دعمران خان د وژنې دسازش تورونه هم دهغه د" بهرني سازش" د دروغژنې بیانیې په څېر دي اؤ تر دې ور اخوا هیڅ حقیقت نه لري.
پخواني وزیراعظم عمران خان دوه ورځې مخکې پخپله یوه ویډیوي وینا کې تور لګولی ؤ چې اسلام اباد کې عدالت ته دهغه د وړاندې کیدو پر مهال د هغه د وژنې پلان جوړ شوی ؤ.
دعمران په خبره دپولیسو نه ورته معلومه شوې ده چې په دغه مهال دعدالت مخې ته نامعلوم کسان دسي ټي ډي دځواکونو په یونیفارم کې ورټول شوي وؤ چې غوښتل یې دی لکه دمرتضا بوټو په څېر ووژني.
تېره ورځ دخپل ګوند فعالینو ته په یوه انلاین وینا کې عمران خان دخپلې وژنې تورونه بیا تکرار کړي اؤ وایي پولیس افسرانو ورته دهغه د وژنې دپلان خبره کړې ده اؤ ورته ویل شوي چې باید کشمیر یا ګلګت بلتستان ته لاړي شي.
خو هغه وویل هیچرته به نه ځي، په زمان پارک کې به ناست وي اؤ که څوک یې وژل غواړي نو دغلته دې ورپسې دې ورشي.
دعمران خان وینا ته خپل غبرګون کې دپاکستان دچاپیریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان ویلي که چرې دعمران خان دې تورونو کې صداقت وي نو د وژنې دسازش کوونکو نومونه دې عدالت کې په ډاګه کړي.
هغې پخپل بیان کې ویلي تر دې وړاندې عمران خان دبهرني سازش دروغژنه بیانیه باندې دخلکو خواخوږۍ ترلاسه کولې اؤ اوس هڅه کوي چې دانتخاباتو نه وړاندې د وژنې د سازش بیانیه جوړه کړي اؤ په دې دخلکو خواخوږۍ ترلاسه کړي.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان امریکایي رسنۍ سره مرکه کې ویلي چې حکومت دانتخاباتو کولو نه په ویره کې دی اؤ "پوهیږي چې که الیکشن وشي نو مونږ یې ګټو "ځکه غواړي چې په هره توګه وي خو چې دی دمخې نه لرې کړي.
خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اوړمه ورځ پارلیمان کې عمران خان دیوې فتنې په نوم یاد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه خپل فساد له لارې هیواد کې دثبات مخه نیول غواړي.