لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عرب شېخانو درې بې اسناده بازان په کوټه کې نیول شوي دي


د پاکستان بلوچستان ایالت سرښار کوټه په هوایي ډګر د عرب هیوادونو نه په غیر قانوني توګه راوړل شوي درې بازان نیول شوي دي. دغه بازان بلوچستان ایالت ته د څاړو غیر قانوني ښکار لپاره راوړل کیدل.

د بلوچستان ایالت د ځنګلاتو او ځنګلي ځناورو او مرغانو د تحفظ ادارې ناېب افسر (کنزويټر) نياز کاکړ وويلي دغه مارغان (بازان) د دوبۍ د یو شيخ له ۲ مزدورانو څخه ترلاسه شوي او زیاتوي د دغه مارغانو د راوړلو قانوني اسناد هم ورسره نه وو.

ښاغلی نیاز کاکړ ویلي: ٫٫ دغه مارغان د سپين، اسټړ يليا او د اماراتو د نسل دي او په نړيوال ما رکيټ د یو باز نرخ ۳ کروړه پاکستاني روپو نه سېوا دی. دا مارغان د عرب شيخ خليفه بن سعيد بن محمد المخدوم دي او بلوچستان ته د څاړو د غیر قانوني شکار لپاره راوړل کیدل.٬٬

نياز کاکړ د دې مارغانو د پالنې په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي، څنګ چې نرخ ګران دی دغه شان يې پالنه هم ډیره ګرانه ده. یو باز د ورځې د ۵ زره روپو نه زیات خوراک کوي او دوي له په خوراک کې کبان، کرک، چرګان او کوتري ورکول کیږي.

د نیاز کاکړ په وینا د هرباز په پشه کي يوه کړه وي چې پرې خپله شميره ليکل شوي وي او په دغو کې یو سيم (چېپ) هم لګيدلی وي چې د څاړو د شکا ر پر وخت د ريموټ په لار کنټرول کیږي.

تير کال هم د کو ټې په هوايي ډ ګر د عرب هیوادونو نه هم دغه شان په غیر قانوني توګه راوړل شوي ۴ بازان نیول شوي وو. دا مهال د دغه شکاری بازانو شميره ۶ ده چې په عدالت کي له قضیي سره مخا مخ دي.

د بلوچستان د ځنګلي ځناورو او مارغانو د ادارې ناېب کنزويټر نياز کاکړ تر مخه په بلوچستان کې په غیر قانوني توګه شکار کیدونکي مارغانو او ځناورو کې څاړي، زرکه سيسي، مارخور او یو شمیر نور سا دار شته چې نسل يې د کمیدو یا ورکیدو سره مخ دی.

د هغه په وینا که یو خوا ځايي خلک د دغو ورکیدونکو مارغانو غیر قانوني ښکار کوي نو بل خوا د عربو شېخان هم هر کال په لویه کچه د دې مارغانو شکار له راځي. د نیاز کاکړ تر مخه په بلوچستان کې په غریځو سېمو کې وچکالۍ هم دغه کمیدونکي ځنګلي مارغان او ځنارو د ختمیدو سره مخ کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG