لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف خبرداری کړی 2023 کال به د نړيوال اقتصاد دپاره سخت وي


ايي اېم اېف د اکتوبر په مياشت کې د اوکراين د جګړې، د ګرانۍ د فشار او بېنکونو د سود د شرحې زياتولو ته په کتو د روان کال 2023 دپاره اقتصادي شرح نمو کمه ښودلې وه
ايي اېم اېف د اکتوبر په مياشت کې د اوکراين د جګړې، د ګرانۍ د فشار او بېنکونو د سود د شرحې زياتولو ته په کتو د روان کال 2023 دپاره اقتصادي شرح نمو کمه ښودلې وه

د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] مشرې ويلي، 2023 کال به د نړۍ د اقتصاد دپاره سخت وي ځکه چې د نړۍ په اقتصادي وده کې کردار لوبوونکي مهم هېوادونه امریکا، يورپ او چين ټول د کمزوري حالت څخه تيريږي.

د ايي اېم اېف مشرې کرسټلينا جورجيويوا د اتوار/يکشنبې په ورځ [سي بي اېس] په [فېس دې نېش] پروګرام کې ویلي، دا نوی کال 2023 به د تير کال 2022 په مقابله کې ډېر سخت وي.

"ولې؟ ځکه چې درې لوی اقتصادونه، امریکا، يورپ او چين ټول په يو وخت په اقتصادي توګه په ورو دي".

ايي اېم اېف د اکتوبر په مياشت کې د اوکراين د جګړې، د ګرانۍ د فشار او بېنکونو د سود د شرحې زياتولو ته په کتو د روان کال 2023 دپاره اقتصادي شرح نمو کمه ښودلې وه.

د رويټرز د خبر ترمخه د کله نه چې چين د زيرو کوېډ يا کرونا پاليسي ختمه کړې او بيرته يې خپل اقتصاد په ګډوډ توګه پرانستی، هلته بیا هم خلک د کرونا د پېښو سېوا کېدو له امله احتياط کوي.

د پالیسۍ د بدلون وروسته د چين صدر شي ژين پينګ د نوي کال په خپله لومړۍ عامه وينا کې ويلي، چين نوي پړاو ته داخليږي نور يو والي او هڅو ته اړتيا ده.

جورجيوا ويلي،" په 40 کالو کې په لومړي ځل په کال 2022 کې امکان دی چې د چين د ودې شرح د نړيوالې ودې په مقابله کې يا د هغې نه کمه وي.

جورجيوا چي تيره میاشت چين ته اقتصادي سفر کړی وو، هغې ويلي چې د کرونا له امله امکان لري چې د چين اقتصاد نور هم اغېزمن کړي او د دې اثر به په سيمه ييز او نړيوال اقتصاد هم وي.

هغې ويلي، تيره اوونۍ چې زه په چین کې ووم په داسې ايسار يا بند ښار کې چرته چې د کرونا پېښې نه وې، خو دا د به ډېره وخته دوام ونه لري کله چې خلک سفرونه پېل کړي.

هغې زياته کړې، راتلونکې څو میاشتې به د چين دپاره سختې وي، د چين په وده به يې منفي اغېزې وي، په سيمه او نړيواله وده به يې هم منفي اغېزې وي.

ايي اېم اېف په اکتوبر کې د چين د مجموعي پېداوار د شرح نمو 3.2 فيصده اټکل کړی وو، کوم چې د کال 2022 د نړيوال فنډ مطابق وو، خو ادارې د 2023 دپاره د دغه شرحې 4.4فيصده اټکل کړی وو نړیواله اقتصادي فعالیتونه په ورو شوي.

د رپورټ ترمخه دغه څيړنه څرګندونه کوي چې روانه مياشت د سويټزرلېنډ په ډیوس ښار کې کېدونکې نړيواله اقتصادي غونډه کې د چين او اقتصادي نمو په وده کې نور هم کې کمی امکان لري.

جورجيوا د امریکې د اقتصاد په اړه ويلي، دا د نورو اقتصادونو څخه بدل دی او ښايي دا د اقتصادي فشار نه ووځي د کوم نه چې د نړۍ درېمې برخې اقتصادونو ته د زیان رسېدو امکان دی.

هغې ويلي، د امريکې په اقتصاد کې تر ټولو زيات لچک دی او دا د کساد بازارۍ څخه بچ کېدی شي ځکه چې مونږ ګورو چې د امریکا لېبر مارکيټ پوره پياوړی يا پکې نوکرۍ ډېرې دی.

خو ويل شوي، د امریکا اقتصاد په حقيقت کې په خپله هم يوه خطره ښايي، چې په امریکا کې تير کال د ګرانۍ شرح په تيرو څلور لسيزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه او په دغه ګرانۍ راکمولو کې مرکزي بېنک ته مشکلات پېښېدی شي.

د رویټرز په رپورټ کې ویل شوي که څه هم د کال 2022 په اخره کې ګراني لږه شان کمه شوې خو بيا هم د مرکزي بېنک د ګامونو پورته کولو باوجود ګراني د دوه فيصده هدف نه درې چنده سېوا ده.

د جورجيوا په خبره، که د امريکا لېبر مارکيټ مضبوط دی خو بيا هم مرکزي بېنک له به د سود شرح نوره هم سخته ساتل پکار وي.

د کال 1980م د لسیزې وروسته مرکزي بېنک په مارچ کې د سود شرح د صفر نه 4.25فيصده او بیا وروسته څلور نيم فيصده ته زياته کړې وه او د بېنک دا اندازه وه، چې په راتلونکي 2023 کال کې به د سود شرح د پينځه فيصده نه زياته شي کومه چې د کال 2007 وروسته نه ده ليدل شوې.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې مرکزي بېنک به لېبر مارکيټ کې نظر ساتي او غواړي به چې قيمتونه په کټرول کې د ساتلو دپاره د مزدورانو طلب راکم کړي.

د نوي کال په لومړۍ اوونۍ کې به امریکا د لېبر رپورټ شمېرې خپرې کړي چې څومره خلک په روزګار دی او دا څرګنده کړي چې د امریکې اقتصاد په دسمبر کې نورې دوه لکه روزګارونه پېدا کړي او د بې روزګارۍ شرح يې د 1960 وروسته 3.7 فيصده تر ټولو کمه شرحه ده.

[خبر د رويټرز په مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG