لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آيي ایم ایف پاکستان ته د 452.5 ملین ډالره قرض دویم قسط منظورکړی


.
.

نړیوالې مالياتي ادارې، آيي ایم ایف د زیارت په ورځ د پاکستان لپاره د 452.5 ملین ډالره قرض دویم قسط منظوري ورکړی.

واشنګټن کې د آيي ایم ایف ایګزیکټیو بورډ د غونډې وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې په یو بیان کې ویلي د قرض وروستي قسط سره به پاکستان ته د شپږ ارب ډالره ورکوونکې قرض پېسې 1.44 ارب ډالره ته ورسي.

آي ایم ایف ویلي پاکستان د قرضو پروګرام اولنۍ کتنې لپاره اېښودل شوي ټول اهداف پوره کړي.

نړیوالې مالیاتي ادارې پاکستان ته اهداف ایښودي وو چې خپله مالیاتي تګلاره سخته وساتی او وخت په وخت د بجلۍ په خرڅ باندې په باقاعدګۍ سره ټیکسونه زیات کړي.

آيي ایم ایف ویلي د پاکستان اقتصادي ثبات او متوازن اقتصاد ته مرسته ورکولو لپاره په ملک کې اصلاحات عملي کول ډېر مهم دي. آي ایم ایف یو ځل بیا په دې خبره زور راوړی چې پاکستان د پیسو غیرقانوني انتقال او او د ترهګرو مالي سرچینو مخه نیولو لپاره جوړ کړي چوکاټ باندې په تېزۍ سره پرمختګ جاري وساتي چې د ترهګرو مالي سرچینو د څار ادارې، ایف ای ټي ایف د خړ فهرست نه ددغه هیواد نوم لرې کړی شي.

پاکستان ته د قرض دویم قسط ورکولو په اړه د آيي ایم ایف وروستی بیان په داسې وخت راغلی چې یو میاشت وروسته د ترهګرو مالي سرچینو د څار ادارې پلان عملې کولو جاج اخستو په سر به د ایف ای ټي ایف ایشیاي څانګه خپله غونډه کوي.

څېړنکاران وايي د آي ایم ایف اهدافو پوره کولو له وجې د پاکستان اقتصادي وده راکمه شوې او د ملک دننه په غربت او بې روزګارۍ کې زیاتوالی راغلی خو آيي ایم ایف واي د پاکستان اوسنۍ مالیاتي تګلاره سمه ده او دا چې په دې کې هغه وخت نرمي راوستل پکار دي چې کله په ملک کې ارزاني راشي.

د پاکستان مرکزي بینک، سټیټ بینک آف پاکستان د ذرمبادله ذخیرو په سر د آیي ایم ایف اهدافو پوره کولو لپاره ملک کې په مصنوعي توګه باندې د سود شرح د 13.25 فیصد پورې بره ساتلې. د ذرمبادله ذخیرې د یو ملک یا یو بینک لخوا بل ملک یا مالي ادارې ته د پیسو یا قرض ورکولو لپاره د منلو وړ ذریعه وي. سره زر، ډالر، یورو او یا نورې کرنسۍ د یو ملک ذرمبادله ذخیرو کې حسابیږي.

د آي ایم ایف اهدافو پوره کولو لپاره د پاکستان خزانې وزارت د ترقیاتي خرچو په بجټ کې ایښودل شوې پیسې په پوره توګه نه دي جاري کړي. په ترقیاتي منصوبو باندې کمو پېسو لګولو نېغ په نېغه اثرد ملک په اقتصادي وده شوی چې ورسره په ملک کې غربت او بې روزګاري زیاته شوې.

د پاکستان مرکزي بینک د شمېرې ترمخه د ملک بهرنۍ قرضې د 106.9 ارب ډالره نه زیاتې شوي چې پکې یواځې تېرکال 10.2 ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخستی شوي. د سټیټ بینک آف پاکستان ترمخه د کال 2018 ستمبر30تمې نېټې پورې پاکستان باندې بهرنۍ ټوله قرضه 96.1 ارب ډالره وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG