لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنسټي : ډرون حملې غيرقانوني اؤ دځينې جنگي جرمونو په زمره کې راځي


راپور کې په ٢٠١٢م اؤ ٢٠١٣م کې دپاکستان دننه دترسره شوؤ ٩ؤ ډرون حملو تفصيلات ورکړل شوي
راپور کې په ٢٠١٢م اؤ ٢٠١٣م کې دپاکستان دننه دترسره شوؤ ٩ؤ ډرون حملو تفصيلات ورکړل شوي
پيښور_ دبشري حقونو يو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټر نيشنل وائي پاکستان کې د کيدونکو ډرون بريدونو له لارې په عامو وژنو بايد امريکا جوابده وي.
خپل يو راپور کې دغه تنظيم وئيلي ورته ترلاسه شوي نوي ثبوتونه په ډاگه کوي چې امريکا دډرون بريدونو له لارې پاکستان کې په غيرقانوني ډول اولسي وگړي وژلي چې پکې ځينې دجنگي جرمونو په زمره کې راځي.
دنهې په ورځ د ايا راتلونکى ښکار به زۀ يم، پاکستان کې ډرون حملې په عنوان دايمنسټي انټر نيشنل لخوا جاري شوي دغه راپور کې پاکستان کې دترسره شوؤ ډرون حملو تفصيلات ورکړل شوي چې په اړه يې ايمنسټي انټرنيشنل دعوه کړې چې په دغه پروگرام کې هيڅ قسمه شفافيت نۀ موندل کيږي.
راپور کې په ٢٠١٢م اؤ ٢٠١٣م کې دپاکستان دننه دترسره شوؤ ٩ؤ ډرون حملو تفصيلات ورکړل شوي ، چې پکې د٦٨ کلنې يوې زنانه ميمنه بي بي اؤ يو ١٤ کلن هلک دوژنې يادونه هم شوې ده.
دميمنه بي بي لمسو ايمنسټي انټرنيشنل ته وئيلي دي چې هغه په ٢٤م اکتوبر ، کال ٢٠١٢م کې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې هاغه وخت دډرون په يوه حمله کې وژل شوې وه ، کله چې ميمنې بي بي پخپلو پټو کې سبزيانې راټولولې.
دپوخ عمر ددغې زنانه درې لمسيان هم په دغه حمله کې ژوبل شوي وؤ.
همدغه شان دجولا ئي په ٦مه نيټه کال ٢٠١٢م کې هم شمالي وزيرستان کې يوه خونړۍ پيښه رامينځته شوې وه.
دعيني شاهدانو وينا ده چې په دغه حمله کې دډرون څخه په يوه خيمه گڼ شمير ميزائيل داغل شوي وؤ چې له امله يې هاغه سړي وژل شوي وؤ چې ټوله ورځ دکار کولو وروستو دماښامې دډوډۍ لپاره راټول شوي وؤ اؤ وروستو بيا په دغه موقع په هاغو کسانو هم دډرون حمله شوې وه چې په لمړۍ حمله کې دژوبل شوؤ کسانو دمدد لپاره ورغلي وؤ.
ايمنسټي انټرنيشنل وائي دعيني شاهدانانو اؤ دپيښې دښکار شوؤ کسانو دکورنو دغړو ترمخه په دغه حمله کې هاغه ١٨ مزدوران وژل شوي وؤ چې تعلق يې دکومې تندروه ډلې سره نۀ وؤ، خو دبريد په وخت دپاکستان استخباراتي چارواکو دعوه کړې وه چې وژل شوي شکمن جنگيالي وؤ.
ددغه حملې په اړه امريکائي چارواکو کوم ځواب نۀ دى وئيلى.
دمئ په مياشت کې دامريکا صدر براک اوباما پخپله يوه وينا کې وئيلي وؤ چې امريکا تر هاغه وخته ډرون حمله نۀ کوي ، ترڅو چې دې باور ته نزدې شوې نۀ وي چې حمله کې به کوم اولسي وگړى وژل کيږي يا ژوبل کيږي نۀ .
پاکستان بيا بيا وئيلي دي چې ډرون حملې يې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده اؤ دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې ورکولو پځايې زيانمنې اؤ دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه هم گرځوي.
پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف هم سږکال دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په وينا کې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دامريکائي ډرون حملو معامله راپورته کړې وه.
امريکا ته له روانيدو څخه دمخه وزيراعظم نواز شريف وئيلي وؤ چې دامريکا صدر براک اوباما سره به دشورو په ورځ دترسره کيدونکې ليدنې په مهال دډرون حملو معامله راپورته کوي.
دغه معامله په گڼو پليټ فارمونو راپورته کړل شوې اؤ په تيرو وختونو کې دملگرو ملتونو دبشري حقونو مشر، دايمنسټي نيشنل نيشنل اؤ نورو تنظيمونو لخوا يې په قانوني اړخ هم پوښتنې راولاړې کړل شوي.
سږکال اسلام اباد ته دخپلې يوې دورې په مهال دملگرو ملتونو مشر بانکي مون دډرون بريدونو دنړيوال قانون په دائره کې دراوستو په ضرورت ټينگار کړى ؤ.
دبشري حقونو دتحفظ دبيلا بيلو ډلو ترمخه ډرون حملو کې د٢٠٦٥ؤ څخه نيولې ٣٦١٣ؤ پورې کسان وژل شوي ، چې پکې باور کيږي د١٥٣ؤ څخه نيولې تر ٩٢٦ؤ پورې اولسي وگړي وؤ.
دامريکائي ډرون حملو ترڅنگ دايمنسټي انيشنل ترمخه دشمالي وزيرستان اوسيدونکي دپاکستاني پوځ اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ ترسره کيدونکو نښتو کې هم گير دي ، مقامي خلک پرله پسې دويرې په حالت کې اوسيږي اؤ ددواړو لورو دتشدد څخه بچ کيدى نۀ شي.
راپور کې وئيل شوي دي چې مقامي خلک پخپلو کليو کې دطالبانو يا القاعده پشان ډلو په موجودگۍ قابو نۀ لري.
دالقاعده سره تړلې ډلې په لسگونو مقامي خلک دامريکائي ډرون حملو دجاسوسۍ په تور کې وژلي دي.
دميرعلي اوسيدونکو ايمنسټي انټرنيشنل ته وئيلي چې دسړکونو اؤ کوڅو په څنډو کې په مستقله توگه مړي موندل کيږي چې ورسره دخبرداري ليکونه هم موجود وي اؤ پکې امريکا ته دجاسوسۍ کوونکو لپاره دوژل کسانو پشان دانجام گواښ کيږي.
دمقامي خلکو په وينا هغوي دوسله والو ډلو دزياتو په ضد اړونده چارواکو ته دسخت ردعمل له ويرې گيله هم نۀ شي کولى اؤ زياتره خلکو په امريکائي ډرون بريدونو هم ايمنسټي انټرنيشنل ته دبيان ورکولو څخه ويره کوله اؤ کومو خلکو چې په دغه موضوع خبرې هم کړي ورته وروستو دړکې شوي دي.
دپاکستان حکومت که هر څو وائي چې دډرون حملو مخالفت کوي ، خو ايمنسټي انټرنيشنل انديښنه لري چې دپاکستان ترڅنگ اسټريليا، جرمني اؤ دبرطانيې ځينې چارواکي اؤ ادارې هم امريکا سره دډرون حملو کې مرسته کوي ، کومه چې دبشري حقونو خلاف ورزي ده.
امريکائي چارواکي دريځ لري دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دهاغو جنگيالو په ضد چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دخپلو خوندي ځالو څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په غيرملکي پوځيانو بريدونه کوي ، دډرون بريدونه موثره وسله ثابتيږي، خو ناقدين وائي په دغه حملو کې په سلگونو بې گناه اولسي وگړي هم وژل کيږي.
ايمنسټي انټرنيشنل وائي چې دنور شفافيت پرته دا ناممکنه ده چې دامريکا دا دعوې سمې ثابتې شي چې گنې دغه حملې دباوري استخباراتي معلوماتو په اساس دنړيوال قانون سره سمې ترسره کيږي.
دپاکستان په اړه دايمنسټي محقق مصطفي قادري وائي چې دډرون الوتکو دپروگرام څخه چاپيره راز امريکائي انتظاميې ته دعدالتونو څخه پشي شا اؤ دنړيوال قانون دبنيادي معيارونو څخه بالا دخلکو دوژنې لا ئسنس ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG