د ګډ مهاجرت مرکز په نوم نړیواله څېړنیزه اداره وایي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دې هیواده په زرګونو افغان مېرمنې ترکیې ته کډه شوې دي او وایي د کډه کېدو اصلي سبب یې له خپلو حقونو او ازادیو محرومېدل دي.
ایم ایم سي د مې پر شپږمه خپله یوه تازه سروې خپره کړې چې سرلیک یې دی «ترکیې ته د افغان مېرمنو پر کډوالۍ د طالبانو د واکمنېدو اغېزې» او په دې کې یې ویلي:
"د 2021 کال له اګست راهیسې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د ښځو حقونه سخت محدود کړي، چې د هغوی د تګ راتګ ازادي، تعلیم او روغتیا ته د لاسرسي او د کار حق یې اغېزمن کړی دی".
د سروې له مخې په ترکیه کې دا مهال 139,333 افغانان د کډوالو او پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي چې وایي په هغوی کې 35 فیصده یې ښځې او نجونې دي.
د ګډ مهاجرت مرکز دا «سنېپ چېټ» سروې د 2021 کال له اګست میاشتې د 2023م کال تر ستمبر پورې له 994 افغان میرمنو سره د مرکو په بنیاد ترتیب کړې ده، وایي په دوی کې 496 د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او 498 وروسته ترکیې ته کډه شوې دي.
سروې ښيي د طالبانو تر واکمنۍ مخکې چې کومې ښځې ترکیې ته کډه شوې په هغوی کې 39 پناه غوښتنې، 15 فیصده د کډوالۍ، 22 فیصده د دایمي او یا لنډمهاله اوسېدو اسناد لرل، خو د 47 فیصده هغو ښځو قانوني حیثیت څرګند نه وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته کډه شوې دي.
د ګډ مهاجرت مرکز ویلي، "د 2021م کال له اګست وروسته زیاتو ځواب ویونکو افغان مېرمنو له [افغانستانه] د وتلو سبب د جنسیت په بنیاد توپیر یاد کړی دی".
د سروې له مخې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته 76 فیصده ښځې د مځکې له لارې له افغانستانه وتلې دي خو وایي تر دې مخکې دا شمېر 66 فیصده وو، خو دا یې نه دي ویلي چې په دې کې یواځې هغه ښځې شاملې دي چې ترکیې ته تللې او که ایران او پاکستان ته کډه شوې ښځې هم شاملې دي.
په دې سروې کې ویل شوي، "کېدای شي ددې علت پر ښځو باندې په الوتکو کې د سفر پر مهال د نارینه محرم نشتوالی وي".
په دې سروې کې د خوندیتوب خطرونه ترکیې ته د هغو اکثرو افغان مېرمنو د کډوالۍ د یو بل سبب په توګه یاد شوی دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه وتلې دي.
د ګډ مهاجرت مرکز یا ایم ایم سي ویلي 44 فیصده ښځې د طالبانو له خوا د نیولو د اندېښنو او په همدې شمېر نورې د فزیکي تشدد له ډاره کډه کیدو ته مجبوره شوې دي.
Forum