لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان خيالي مدينه رياست د سود په پيسو جوړېدلی شي؟


وايي دا چا؟ وايي دا پخپله نو گيله مه کوه د بله — وزير اعظم عمران خان په ټگۍ تورنو انتخاباتو کې د گټې وروستو وويل نوی پاکستان به د مدينې رياست په مثال جوړوي. اوس نو زما د ملگري دې پوښتنې ته به څوک ځواب ووايي چې ايا عمران خان به دغه خيالي مدينه رياست د اي ايم ايف په پيسو جوړوي؟

حيران دريان يې پاتې کړم چې ده ته اوس څه ځواب ووايم. په سوچ کې پرېوتم چې هو والله دا خبره خو څه وړه خبره نه ده ځکه چې په نصابي کتابونو او رياستي مفکوره کې د پاکستان د فلسفې او وجود سره د اسلام نوم او د مسلمانانو د جنت تصور تړلی شوی دی.

پاکستان د نړيوالې ادارې نه لس نه تر دولس ارب ډالرو پورې قرض غواړي خو بيا په دغه سودي قرضه د مدينې رياست جوړول به په نوي پاکستان کې څومره امکان ولري؟

د مشهورې خبري ادارې رايټرز د لسم اکتوبر رپورټ کې ويل شوي وو چې وزير اعظم عمران خان په لمړي سر کې د اي ايم ايف نه د قرضو اخستلو خلاف و ځکه اداره وايي چې هغه فکر کوو چې اي ايم ايف به د هغه د خيالي مديني رياست جوړولو په لار کې خنډ جوړ شي.

د پاکستان نوی حکومت د آي ايم ايف نه پور ځکه غواړي چې يو خوا ملک په قرضو کې ډوب دی، بل خوا فارن ريزروز يا بهرنۍ مالي ذخيرې په تيزۍ په کمېدو دي او د حکومت د چلولو د پاره هم پيسې نه لري. که د عمران خان په خوله يې ووايو نو هغه د اکتوبر په يولسمه خپلې کابينې ته وويل پور اخلو چې پور پرې ورکړو.

د اي ايم ايف قرضه که پاکستان ته لکه د اکسيجن پکار ده نو د اي ايم ايف اداره او امريکايي چارواکي د پاکستان نه ضمانت غواړي چې دغه د پور پيسې چرته د چين سره د پاکستان تر ټولو لوې اقتصادي منصوبې سيپيک د لارې چين ته په قرض کمولو کې لاړې نه شي.

اي ايم ايف د پاکستان نه غوښتلي چې د چين سره شوې ټولې پټې لوظنامې دې برڅيره کړي چې ښکاري پاکستان به نور هم په مشکل کې واچوي. يو خوا چين په سيپيک کې بهرنی مداخلت نه غواړي او د بلې خوا نړيوال قوتونه په پاکستان زور اچوي چې د سيپيک په اړه ورته بايد ريښتيا وويل شي.

که ځې ځې خو ابازو له به راځې---- اولس د اي ايم ايف، چين او د پاکستان په سياست غوږ نه گروي. هغوی اوس د مدينې د رياست په تمه دی. د کوم دعوه چې عمران خان کوي نو ايا د سود په پور به دغه مثالي رياست چلول څومره اسلامي وي؟ که وکتل شي نو د مدينې رياست ټول زور د سود په کاروبار د بندېزونو لگول وو او دلته به په سودي پيسو مدينه رياست جوړولی او چلولی شي.

هسې خو د دغه رنگ اسلامي رياست جوړولو دا رومان د پاکستان د جوړيدو نه تر ننه پورې روان دی او د حيرانتيا خبره دا ده چې د پاکستان اولس نن هم په دغه چغه غولول کيږي او پرې غوليږي.

د پاکستان په ايين کې د اسلامي فلاحی رياست ذکر شته خو يوه وړه شان کتنه يې تاريخ ته کوو چې د اسلام نوم او د فلاحی رياست جوړولو په شعار چا چا په دې هېواد کې څه څه وکړل.

که ډېر لرې نه ځو او د جنرل ضيا الحق د پوځي کودتا نه يې پيل وکړو نو هم به راته اندازه وشي چې په دې نوم په پاکستان کې سياست کول څه گران کار نه دی خو چې د پاکستان د پوځ په شان طاقتور قوت دې په شا ولاړ وي. د مدينې رياست که جوړ شي او که نه خو سياست روان وي او د چا هم دې ته پام نه راگرځي چې اخر د پاکستان غټه مسله څه ده؟

په پاکستان کې سياسي گوندونه له مودو راهسې دا غوښتنه کوي چې د پوځ د پاره د ملکي بجټ نه څومره في صده برخه هر کال ورکول کيږي او د پوځ دفاعي بجټ دې په پارلمان کې وڅېړل شي. دغه لا تر اوسه تشه غوښتنه ده چې عملي کېدل يې اسان کار نه ښکاريږي.

جنرل ضياالحق د اسلامي رياست د جوړولو په نوم تر ١١ کالو پورې حکومت وکړو. ووژل شو خو اسلامي رياست يې جوړ نه شو. هنه! د مرد مومن مرد حق لقب يې تر لاسه کړو.

بيا د بل اسلامي رياست د جوړولو تابيا د پاکستان د استخباراتو په لاس جوړ اسلامي جمهوري اتحاد وکړه ، حکومت يې جوړ کړو خو اسلامي رياست جوړ نه شو.

په دوه زره دويم کې د يو بل پوځي جنرل مشرف په ملاتړ د مذهبي گوندونو اتلاف متحده مجلس عمل په مرکز، او دواو صوبو کې واک تر لاسه کړو. ډېر ملايان صاحبان د پياده نه د سورلۍ خاوندان شول. لوی لوی مفتيان د اسلام اباد، پېښور او کوټې په سړکونو په تورو اوږدو موټرو کې به کله اخوا او کله ديخوا ښورېدل---- خو د مدينې رياست؟

دعمران خان تحريک انصاف گوند او جماعت اسلامي په شريکه په کال ٢٠١٣ کې په پښتونخوا کې گډ حکومت جوړ کړو. سړی دا دعوه کولی شي چې په اوسني پاکستان کې دا دواړه گوندونه د مدينې د رياست جوړولو لپاره د بل هر چا نه زيات لېواله دي. خو په پينځه کاله دوره کې په دغه صوبه کې يې هم څه داسې څه ونکړل چې دوی پرې د مدينې د رياست ارمان ورېژوي.

دوی لا څه کوې، د مدينې رياست د جوړولو په زغل کې درنه طالبان هېر نه شي.

اوس نو عمران خان ي مثالي مدينه رياست جوړولو ته د اي ايم ايف په پيسو مټې رانغاړي او دا قوي امکان شته چې د اي ايم ايف ډېری برخه پيسې د شتمنو يهوديانو وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG